په کانبرا کې د افغانستان په سفارت کې کې د نوروز د جشن او د کوچني اختر د نمانځلو مراسم ترسره شول
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پرون یې د افغانستان د سولې بنسټ او یو شمېر نورو بنسټونو په همکارۍ د نوروز جشن او د کوچني اختر د نمانځنې په مناسبت په کانبرا ښار کې د اسټرالیایي چارواکو، ډیپلوماتانو، فرهنګپالو او په اسټرالیا کې د یو شمېر مېشتو افغانانو په حضور سره مراسم ترسره کړې دي. دغه سفارت ویلي چې مراسمو د بېلابېلو کلتوري پروګرامونو، تفریحي فعالیتونو، د «زرګونه لمرونه» تر سرلیک لاندې د افغانستان د ښځو د ملاتړ د...
په افغانستان کې د نوروز جشن د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې پيکه شوی
۸صبح، کابل: یو شمېر هېوادوال وایي چې د روان کال د نوروز جشن د تېر پرتله پيکه شوی او د طالبانو محدودیتونو د دې لامل شوی چې دا لرغونی او تاریخي جشن د پخوا په څېر ونه نمانځل شي. سرچینو شنبه د وري پر لومړۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې محدودیتونو، بېوزلۍ او اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د نوروز فضا اغېزمنه کړې ده. د سرچینو په وینا، د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې خلکو نوروز په ډېر شور او...
د پیوستون تمرین، د نوروز د نمانځلو اړتیا
په افغاني ټولنه کې چې په رسمي ډګر کې له کلتوري زوال سره مخ ده، د نوروز په څېر جشنونه د احیا او بیارغونې لپاره یو فرصت دی. خو له بده مرغه چې ځينو واکمنو او مذهبي سخت دریځو فکر کاوه چې په خپلو فتواوو سره کولای شي یو کلتوري سمبول له منځه یوسي، هغوی هڅه کړې چې دا فرصت له خلکو په زور، جبر او ظلم واخلي او په دې توګه د ټولنې پر کلتوري دودونو د خپلې ولکې چتر خپور کړي...
د کابل په کارته سخي کې د «جنډې پورته کېدو» مراسم او په تخار او غزني کې د نوي کال له لمانځلو د خلکو منع کول
۸صبح، کابل: په ټولنيزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې سلګونو کابل ښاريانو د دغه ښار په کارته سخي زيارت کې، حضرت علي ته منسوب بيرغ د پورته کېدو مراسم ترسره کړي دي. نن چهارشنبه د وري لومړۍ نېټه چې د نوي کال له ورځې سره برابره ده او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو د بندیزونو سربېره لمانځل کېږي. ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د «جنډې پورته کېدو» مراسم د کابل په کارته سخي کې ترسره شول....
تش په نوم ژوند؛ طالبانو پر خوښۍ څه بلا راوستې ده؟
افغانستان د نړۍ د تر ټولو خپه هېواد په توګه، سږ کال هم نوروز نه شي نمانځلای؛ ځکه چې طالبان هغه غیر اسلامي بولي او د دې ورځې نمانځل یې منع کړي دي. پر دې ممانعت سربېره، روژې هم پر نوروز سیوری غوړولی دی. د مسلمانانو له نظره روژه د «اطاعت او عبادت میاشت» ده او په دې میاشت کې باید د تفریح او خوښۍ پرځای روژه ونیول شي او لمونځونه وشي او له هر هغه کاره ډډه وشي چې روژه مکروه کوي....
نوروز زموږ مشترک کلتوري ارزښت
په راتلو در سره ډېرې خوښۍ راوړه پر خوشحال خټک دې قدر دی نوروزه نوروز د میلیونونو کسانو لپاره د کال لومړۍ ورځ ده، زموږ هیواد کې هم د هجري شمسي کال پيل له همدې ورځې څخه کېږي. د دولت په کچه رسمي د حساب و کتاب کال همدغه هجري شمسي کال دی. دا چې په دولتي کچه ورته ډېره پاملرنه کېږي، نو ټول ملت هم د خپل کارورباري حساب د میاشتو او ورځو تاریخونه ټول پر همدغه کال کوي. نوروز په رښتیا...
په غزني کې نوروزي دودونه؛ طالبانو له خلکو شوق او ذوق تروړلی
نوروز چې مانا یې نوې ورځ ده، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړو دودونو سره نمانځل کېږي. د غزني اوسېدونکي هم هر کال د خپلو دودونو او رواجونو سره سم د دې ورځې هرکلی کوي. سمنک پخول، د هفت مېوې تیارول، د مشرانو پوښتنه، د کوژدنې کور ته سوغات وړل، زیارتونو او مېله ځایونو ته تلل، د سخي جهنډې پورته کول او سپورټي لوبې کول بیا په غزني کې د نوروز نمانځلو دودونه ګڼل کېږي. د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي...
د نوروز له نمانځنې سره د طالبانو دوښمني؛ د هرات اوسېدونکي: پر کور د پاتېدا پر سزا محکوم شوي یو
په هرات کې د نوروز نمانځل ډېره تاریخي مخینه لري. هراتیان له کلونو راهیسې نوروز او نوی کال نمانځي؛ خو اوس طالبانو د نوروز پر نمانځلو بندیز لګولی او د هېواد اوسېدونکي نه شي کولای د نوي پسرلي او زرغون موسم په پار له خپلو کورونو ووځي او د طبیعت په غېږ کې یې نمانځنه وکړي. د هرات اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د ۱۴۰۳ کال نوروز کې اجازه ورکړي چې د دغې ورځې نمانځنه وکړي. هرات په افغانستان کې د یو کلتوري...
په مزار شریف کې څوک د نوروز نمانځلو نوم هم نه اخلي
د بلخ مرکز مزار شریف ښار اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې نوروزي دود و دستور د له منځه تللو په حال کې دي. هر کال زرګونه کسانو د مزار شریف په ښار کې د نوي کال جشن او ګلسرخ مېله نمانځله. درې کاله وړاندې د امنیتي ګواښونو او طالبانو ځانمرګو بریدونو سربېره، بیا هم زرګونه کسان د نوروز جشن نمانځلو په موخه بلخ ته تللي و؛ خو پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو روسته بیا په دغه ښار کې د خلکو...
د نوروز د تحریم درېیم کال؛ طالبان هممهاله کلتوري جینوسایډ او جنسیتي اپارتاید پلی کوي
په افغانستان کې د نوروز نمانځل لرغونې مخینه لري. په هېواد کې د خلکو ترڅنګ، ډېرو پخوانیو پاچاهانو، ولسمشرانو او واکمنانو له نوروزه د یو لرغوني او مشهور کلتوري دود او د طبیعت د بیا راژوندي کېدا په توګه نمانځنه کړې ده. د نوروز نمانځنه له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د واک له دستګاه سره مخامخ اړیکه لرلې ده. د پخوانیو دولتونو ډېریو چارواکو د خپلې استبدادي واکمنۍ او انحصار سربېره، بیا هم د نوروز نمانځنه کړې ده. طالبانو بیا له تېرو درېیو...









