د ښځو او ماشومانو حقونه

په افغانستان کې د مور ورځ؛ هغه مېندې چې د بېوزلۍ، محرومیت او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند کوي

په افغانستان کې د مور ورځ؛ هغه مېندې چې د بېوزلۍ، محرومیت او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند کوي

۸صبح، کابل: د غبرګولي ۲۴مه په افغانستان کې د مور ورځ ده او دا ورځ داسې مهال را رسېږي چې افغان میندې له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري ستونزو سره مخ دي. ځینو میندو یکشنبه د غبرګولي پر ۲۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې ژوند یې په وروستیو کلونو کې له ګڼو ننګونو سره مخ شوی او د کورنیو د...

یونیسف: هغه وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شي

له ښوونځي پنځه کاله لرېوالی؛ زده‌کوونکې نجونې خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي

۸صبح، کابل: ځينې زده‌کوونکې نجونې له خپلې ناڅرګندې راتلونکې اندېښمنې دي او وايي چې زده‌کړه یې بشري حق دی او د ټولو نجونو پر مخ دې د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي. سرچینو یکشنبه د وري پر ۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په تېرو پنځو کالو کې نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګه محرومې دي او د دغو ښوونیزو...

انروا: په فلسطین کې بشري کړکېچ څه باندې یو میلیارد ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

یونیسف: په غزې کې لا هم ماشومان د بشري حقونو له بنسټيزو سرغړونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) راپور ورکړی چې په غزه کې ماشومان له خپلو بنسټیزو حقونو لکه د ژوند، زده‌کړو او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي له حقونو بې برخې دي. نوموړي سازمان شنبه د مارچ پر ۱۴مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ملکیانو په راپورونو کې د ماشومانو د وژل کېدو او...

بنېټ: د نجونو پرمخ به د روغتیایي علومو  د انسټیټیوټونو تړل د خلکو پر ژوند خورا منفي اغېزې ولري

د مارچ ۸مې په مناسبت د بېنټ پيغام: افغان ښځې د انساني کرامت په ساتلو د برابرو حقونو غوښتونکې دي

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي چې افغان ښځې او نجونې د ترحم یا مرستې غوښتونکې نه دي بلکې غواړي حقونو ته یې پام وشي. بېنټ شنبه د مارچ پر ۷مه، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي چې افغان ښځې له نړیوالې ټولنې...

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ښځينه کارکوونکې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو اصلي بنسټ دی

ملګري ملتونه: د افغانستان په لرې پرتو کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د امېندوارو ښځو لاسرسی خورا محدود دی

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چې د افغانستان په لرې پرتو کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو او امېندوارو مېندو لاسرسی خورا محدود دی. نوموړي سازمان چهارشنبه د کب پر ۱۳مه راپور ورکړی چې نامناسبې لارې، تر روغتونونو اوږد واټن او نږدې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی د دې لامل شوی چې امېندواره مېرمنې تر...

د افغان ښځو اعتراضي بنسټونه: د طالبانو پر وړاندې له کورني مقاومته انکار د جنسیتي اپارتاید د دوام هڅه ده

د افغان ښځو اعتراضي بنسټونه: د طالبانو پر وړاندې له کورني مقاومته انکار د جنسیتي اپارتاید د دوام هڅه ده

۸صبح، کابل: د افغان ښځو څه باندې سلو بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو د مارچ اتمې په مناسبت ویلي چې د طالبانو پر ضد له کورني مقاومته انکار په افغانستان کې د «ترورېزم د سپینولو او جنسیتي اپارتاید د دوام» هڅه ده. دغو بنسټونو سه‌شنبه د کب پر ۱۲مه په یوه ګډ بیان کې ویلي چې د اروپايي ټولنې ځينو استازو...

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ښځينه کارکوونکې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو اصلي بنسټ دی

ملګري ملتونه: هره ورځ څه باندې ۷۰۰ ښځې امېندوارې پورې اړوندو لاملونو له کبله ژوند بایلي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې د زېږون ورځ د ښځو د مرګ ډېر ګواښ له ځان سره لري او هره ورځ څه باندې ۷۰۰ مېرمنې د امېندوارۍ او زېږون اړوند لاملونو له کبله ژوند بایلي. نوموړي سازمان یکشنبه د فبرورۍ پر ۸مه راپور ورکړی چې په هرو دوو دقیقو کې یوه ښځه ژوند بایلي او د...

په اسلام‌اباد کې مرګونې چاودنه؛ یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه کړې

په اسلام‌اباد کې مرګونې چاودنه؛ یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه جومات کې مرګونی برید چې پکې د شپږو ماشومانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي، غندلی دی. یونیسف شنبه د فبرورۍ پر ۷مه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټينګار یې کړی چې هېڅ ماشوم دې د تاوتریخوالي موخه نه ګرځي. نوموړي بنسټ...

دودیز باورونه او پرله‌پسې زېږونونه؛ هغه ترکیب چې د ښځو ژوند په خطر کې اچوي

دودیز باورونه او پرله‌پسې زېږونونه؛ هغه ترکیب چې د ښځو ژوند په خطر کې اچوي

په افغانستان کې یو شمېر ښځې وایي چې د زوی د زېږولو لپاره د مېړه او د خسرګنۍ د فشار له امله اړې کېږي پرله پسې زېږونونه وکړي. هغوی زیاتوي چې دغه فشارونه نه یوازې دا چې د امیندوارۍ د وخت او واټن په اړه د هغوی د پرېکړې حق محدودوي، بلکې د هغوی جسمي روغتیا او رواني ارامتيا هم...

یونیسف: پر زده‌کړو پانګونه ټولو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې فرصت برابروي

یونیسف: پر زده‌کړو پانګونه ټولو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې فرصت برابروي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې له همکارو بنسټونو سره د همکارۍ له لارې پر زده‌کړو پانګونه کولی شي په ټولو سیمو کې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې فرصتونه برابر کړي. یونیسف چهارشنبه د سلواغې پر ۱۵مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا ډول پانګونه د دې لامل کېږي چې...

Page 1 of 25 1 2 25

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم