د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه

اسلام، ښځې او د طالب په نوم وېروونکی خوب

زه د اتیایمې لسیزې نجلۍ یم چې په افغانستان کې یې د ډېموکراسۍ شل کلنې لاسته راوړنې تجربه کړې. د هغه وخت د خلکو هوساینه ښه نه وه، خو بده هم نه وه. هغه نظام ډېرې ګټې درلودې. د بیان ازادي، د ښځو ازادي، په اردو او رسنیو کې د کار کولو حق، اداري سیسټم او د زده کړې حق، ارزاني، د پاسپورټ تر لاسه کول، د بازار ثبات او د تفریح حق، د سفر او سپورت کولو حق او...

سپین او تور؛ اسرا خپلې هیلې د طالب تر تیغ لاندې لیکي

زه یوولس کلنه نجلۍ یم. زه تر شپږم ټولګي پورې په خپل ښوونځي کې لومړۍ نمره زده‌کوونکی وم او ما پریکړه کړې وه، چې تر دولسم ټولګي پورې لومړۍ نمره پاتې شم. ما غوښتل چې زده‌کړې وکړم او هڅه وکړم چې په راتلونکي کې سیاستواله شم او خپل هیواد ته خدمت وکړم؛ خو طالبانو ښوونځي وتړل. زه خپل هدف ته په رسیدو کې پاتې راغلم. د دې منل چې زه نور خپلو موخو ته نه شم رسېدلای، ډېره ستونزمنه ده....

«یا ټول یا هېڅوک»؛ د آزاد او پرمختللي افغانستان لپاره

څه د پاسه یو نیم کال کېږي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. اوس د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ وتړل شول. د یوې افغان نجلۍ په توګه له هغو کسان چې زموږ په اړه تصمیم نیسي، غواړم چې لومړی موږ د انسان په توګه ومني او وروسته نور مسایل د دین د سمو او واقعي لارښوونو له مخې وارزوي. مخکې له هغې چې یوه ښځه وم، انسان یم او د انسانتوب پربنسټ د زده کړو،...

هغه چې نه پوهېږي څوک دی، څه به کوي؟

ښوونه او روزنه د ټولنې تر ټولو اساسي برخه ده. د انسان لومړنی حق د ځان پیژندنه او پوهه ده. د خپل ځان په پوهولو سره، تاسو کولی شئ خالق او مخلوق وپېژنئ. ښځې د زیږون له وخته د قبر تر تیارو پورې له ستونزو سره مخامخ کېږي. په هرصورت، دوی د خپل ځان لپاره قوي ملا تړي دي. دوی باید له خپلو حقونو برخمنې شي. دا د خواشینۍ خبره ده چې ښځه د کور په کونج کې یوازې د...

د ښځو په وړاندې د کورنۍ او ټولنې بدبینه نظر

د ښځو مسله، چې د افغاني ټولنې یوه تر ټولو زیان منونکې طبقه بلل کېږي تل د کورنیو او بهرنیو څېړونکو له خوا پرې بحث شوی. د طالبانو له راتګ او د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو له لګولو سره دا مسله نوره هم توده شوې او تقریباً یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده. په دې برخه کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې په افغانستان کې د ښځو په اړه بدبینه نظر وجود لري؟ د هغې ریښې...

پرېږدئ چې هیلې رېښتیا شي!

زما کورنۍ تل دا را زده کړي چې له نورو سره ښه واوسو. د هر حالت په تړاو مثبت فکر وکړم او داسې یو څوک و اوسم چې له خلکو سره مرسته کوي. ما تل هڅه کړې چې په دې برخه کې خپلې وروستۍ هڅې ترسره کړم، څو هم په ژوند کې هم د خپل ځان د پرمختګ لامل شم او هم د سولې او کرارۍ د فضا د رامنځته کېدو لامل شم. خو داسې احساسوم چې دا هیله مې...

افغان مېرمنې د طالبانو د محدویتونو په بند کې

د افغان نجونو په ژوند کې توره ورځ، له زده کړو د ښځو منع کول، په معاصروخت کې ژوندي خښول، سرچپه نړۍ او د لمر نجونې د څومقالو نومونه دي چې په وروستیو څو ورځو کې مې ولوستل او له ټولو یې د افغان مېرمنو نارې او فریاد اورېدل کېږي، چې د ګډ حق د ترلاسه کولو لپاره راپورته شوی؛ خو دا چیغې د دوی په لاس کې له قلم څخه پورته کېږي، نه له هغه غږ څخه چې د...

سړی او ښځه؛ واحده مجسمه

به پرمختللو، مخ پر ودې او متمدنه ټولنو کې، دوی د نارینه او ښځینه ترمنځ توپیر نه کوي او هېڅ یو یې پر بل غوره نه ګڼي. دوی په دې پوهېدلي دي لکه څنګه چې د مادې له مخې د نارینه او ښځینه ترمنځ هېڅ توپیر نشته، د جنسیت له مخې هم باید د دوی ترمنځ هېڅ ډول توپیر ونه شي. البته، دا پدې معنی نه ده چې په عمده توګه پرمختللې لویدیځې ټولنې هېڅکله د ښځو په اړه ټکان...

د غلطو باورونو په منځ کې یوه نجلۍ

دا هغه نجلۍ ده چې ښکلي نسواري ویښتان لري، خو ګډوډ. هغه د بې روحه سترګو نجلۍ ده؛ هغه نجلۍ چې د طوفان په زړه کې سا اخلي، خو بیا هم په شونډو کې یوه معصومه او تیاره موسکا لري. هغه نجلۍ چې په سترګو کې یې ژور خفګان لیدل کېدای شي. نوموړې یوازې د هغې سولې په لټه کې ده چې د اوږدې مودې لپاره یې له لاسه ورکړې، نور څه نه غواړي. کله چې هغې دا تمه نه...

پر ښځو محدودیتونه؛ له پرمختګ سره مخالفت

نن ورځ، ښځې، د هېواد د نیمایي نفوسو په توګه، د ټولنې او کورنۍ په رواني روغتیا کې خورا مهم او حیاتي رول لوبوي. همدارنګه ښځو په اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې هم د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه اخیستې ده. زموږ په ټولنه کې ښځې د ټولنې تر ټولو زیانمنه پرګنه بلل کېږي. د نارینه وو په پرتله تل د ښځو حقونه او امتیازات تر پښو لاندې شوي دي. دوی په ډېرو ټولنیزو چارو او مسایلو...