د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟
۸صبح ورځپاڼې داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، له خپلو وروڼو سره په ګډه د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اړوند د قلعه زمانخان په شنه ساحه کې د یوه استوګنیز کمپلکس د جوړولو چارې پیل کړې دي. د طالبانو د ښاروالۍ او د مجاهد د وروڼو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې یوه کاپي، چې...











