په مسکو کې چاودنه؛ يو روسی جنرال وژل شوی
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په مسکو کې د یوې چاودنې پرمهال د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو رئیس جنرال لفتنانت ایګور کریلوف وژل شوی دی. بيبيسي خبري شبکې راپور ورکړی چې دا روسی جنرال سهشنبه د ډېسمبر پر ۱۷مه خپلې استوګنیزې ودانۍ ته څېرمه د یوې شبکې د چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی. د معلوماتو پر بنسټ، په دې چاودنه کې د نوموړي جنرال یاور هم وژل شوی دی. له دې مخکې بریټانیا پر...
د مصنوعي ځيرکتیا د نویو وسلو په سیالۍ کې د ناټو پر پرمختګ د بریټانیا ټینګار
د بریټانیا د کابینې دفتر وزیر پېټ مکفاډن وايي چې لندن او په ناټو کې ملګري هېوادونه یې باید د مصنوعي ځېرکتیا د نویو وسلو په سیالۍ کې پرمختګ وکړي. مکفاډن دا څرګندونې دوشنبه د نوامبر پر ۲۵مه د بریټانیا په پلازمېنه لندن کې د «ناټو د سایبري» دفاع په غونډه کې مطرح کړې دي. هغه خبرداری ورکړی چې روسي سایبري «جنایتکاران» په جدي ډول د اوکراین ملاتړي هېوادونه په نښه کوي. د رویټرز راپور پر بنسټ،...
مسکو: امریکا دې د روسیې پر خاوره برید کې د خپلو متحدینو له ګډونه ډډه وکړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف خبرداری ورکړی چې امریکا باید د روسیې په خاوره کې د خپلو متحدینو له مداخلې لاس واخلي. ریابکوف دا څرګندونې یکشنبه د سپټمیر پر لومړۍ له ټاس خبري اژانس سره په مرکې کړې دي. هغه زیاته کړې: «روسیې په دوامداره توګه امریکا ته د دې مسئلې په هکله خبر ورکړی دی.» څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم ویلي و چې اوکراین...
د فرانسې او جرمني مشران: اوکرایین د روسیې پر خاوره د برید اجازه لري؛ پوتین: لوېدیځ له اور سره لوبې کوي
د فرانسې او جرمني مشرانو ویلي چې اوکرایین باید دا اجازه ولري څو د روسیې دننه پر پوځي تاسیساتو برید وکړي، خو نور ځایونه باید په نښه نه کړي. د رویټرز راپور پر بنسټ د فرانسې او جرمني مشرانو دا څرګندونې سېشنبه د مې پر ۲۸مه د جرمني په میسبرګ ښار کې د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال کړې دي. څو ساعته دمخه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لوېدیځ ته خبرداری ورکړی و چې په اروپا...
بلینکن زیلینسکي سره په لیدنه کې: د امریکا پوځي مرستې په لاره کې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته ویلي چې له دغه هېواد سره د امریکا پوځي مرستې «په لاره » کې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، بلینکن دا څرګندونې سېشنبه مې پر ۱۴مه په کییف کې له زیلینسکي سره د لیدنې پرمهال کړې دي. بلینکن زیاته کړې چې د اوکراین پوځ لپاره د امریکا مرستې د نوې کڅوړې رارسېدل به «د جګړې په ډګر کې یو...
د اوکراین ولسمشر د وژلو ناکام پلان؛ زیلینسکي د خپل ګارد مشر له دندې ګوښه کړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وروسته تر دې چې دوه دولتي امنیتي ساتونکي یې د وژل کېدو پر پلان تورن شول، د خپلو امنیتي ساتونکو مشر یې له دندې ګوښه کړ. د ګارډین راپور پر بنسټ، زیلینسکي پنجشنبه د مې پر ۹مه د سرهي رود د ګوښه کېدو امر وکړ، خو تر اوسه یې د هغه ځای ناستی نه دی په ډاګه کړی. د اوکراین امنیتي شبکې دوه ورځې دمخه اعلان کړی و چې د دغه هېواد...
روسیه: د اوکراین په ختیځ کې مو دوه کلي ونیول
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د جګړې په لومړۍ کرښه کې دوه کلي نیولي دي. مسکو ټایمز چهارشنبه د مې پر ۸مه د روسیې دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونو په خارکییف کې «کیسلیوکا» کلی او د «دونتسک جمهوري خلق» په سیمه کې د «نووکالینوو» کلی تر ولکې لاندې راوستی دی. د نوموړي وزارت په خبره، بیګاه شپه وروسته له هغه چې کییف د هوايي بریدونو راپور...
روسیې د زیلینسکي نوم د «تعقیب لاندې» کسانو په نوملړ کې ورزیات کړ
د روسیې کورنیو چارو وزارت د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نوم د «څار لاندې» کسانو په نوملړ کې ورزیات کړی دی. مسکو ټایمز شنبه د اپریل پر ۴مه راپور ورکړی چې زیلینسکي د جزايي قانون له مخې تر «څار لاندې» دی. نوموړي وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. تر اوسه روسي چارواکو په دې نوملړ کې د زیلینسکي د شاملولو په اړه رسمي څه ویلي نه دي. له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي...
اوکرایین د روسیې د تیلو پر یو چاڼځای هوايي برید کړی
اوکرایین د مسکو سویللویدیځ په تاتارستان جمهوریت کې د روسیې د نفتو پر یو لوی چاڼځای د هوايي برید خبر ورکړی دی. رویټرز خبري اژانس سهشنبه د اپريل پر ۲مه راپور ورکړی چې په دغه چاڼځای کې د ورځې شاوخوا ۱۵۵ زره بېرله خام تيل پروسس کېږي. د تاتارستان د د نیژنکمسک سیمې ښاروال رامیل مولین چې د تیلو دغه چاڼځای پکې دی، ویلي چې دغو هوايي ګوزارونو جدي زیان نه دی اړولی. راپورونه ښيي چې په...
ټاکنې، د افغانستان راتلونکی ژغوري
زه د یو اوکراییني په توګه له ماشومتوبه، هغه مهال چې په ۱۹۷۹ کال کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، د دغه هېواد خبرونه څارم او د هغه چا په توګه چې د اوکرایین پر ختیځ د روسیې له برید وروسته مې دغه هېواد ته سفر کړی، د افغانانو او اوکرایني وګړو ترمنځ مې پاموړ ورتهوالی لیدلی دی. د دواړو هېوادونو وګړي سرلوړي، خواريکښ او پر ازادۍ مئین دي. که څه هم په تېر کې...









