۸صبح ورځپاڼه چې دا مهال په تر ټولو زیات پوښښ سره د افغانستان تر ټولو ستره خپلواکه ورځپاڼه ده، د ۱۳۸۶کال په غبرګولي میاشت کې د یو شمېر مطرحو ژورنالیستانو او د بشري حقونو او د رسنیو د فعالانو لخوا تاسیس شوه څو وکړای شي د ډیموکراسۍ په پراختیا او د سیاسي بهیرونو په وده کې اغېزناکه وي.
دغه ورځپاڼه پر دې وتوانېده چې د پېښو په تړاو په خپلې خبري او تحلیلي تګلارې او په سياسي او ټولنيزو برخو کې د خلکو تر منځ د ډیالوګ د زمینې په برابرولو سره خپل ځای تثبیت کړي. د دې ورځپاڼې موخه دا ده چې خلکو ته په مناسب، متوازن او بې پرې ډول اطلاعات وړاندې کړي. له بلې خوا، د ورځپاڼې موخه دا ده چې د ډیموکراټیکو او د بشري حقونو د بنسټونو او بهیرونو ملاتړ وکړي او د انتقالي عدالت په برخه کې د قربانیانو پر غږ بدله شي.
دا ورځپاڼه د افغانستان د قضیو په تړاو خپلواکه تګلاره لري. د دې ورځپاڼې لپاره پنځه اصله د نه بدلیدونکو اصولو په توګه پیژندل کيږي چې بشري حقونه، عدالت، ډیموکراسي، د قانون حاکمیت او د بیان ازادي پکې راځي. ۸صبح ورځپاڼه خپل فعالیتونه د همدغو ارزښتونو پر بنسټ پرمخ وړي او پر دغو ارزښتونو هېڅ ډول معامله نه کوي.
دې ورځپاڼې وکړای شول چې په ۲۰۱۲ کال کې د بې پولې خبریالانو د سازمان د « اطلاع رسونې ازادۍ» جایزه وګټي.