خبرونه

په لغمان کې یو ښوونکی ووژل شو

په لغمان کې یو ښوونکی ووژل شو

۸صبح، لغمان: په لغمان کې ځايي سرچینو د یوه ښوونکي د وژل کېدو خبر ورکړی دی. سرچینو شنبه د تلې پر ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ښوونکی د لغمان د مرکز اړوند کلا فتح‌خان په کلي کې وژل شوی دی. د سرچینو په خبره، دا کس امرالله نومېده او د لغمان مرکز په «روښان» ښوونځي کې د فیزیک...

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي

ټرمپ: د ایران نوی وړاندیز مې رد کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران هغه وړاندیز یې رد کړی چې د دواړو غاړو ترمنځ د نیویارک په غیرمستقیمو خبرو کې واشنګټن ته وړاندې شوی و. ټرمپ شنبه د سپټمبر پر ۲۶مه ویلي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د هوکړې د ترلاسه کولو په موخه د خبرو...

پزشکیان: د عمان مذاکرات د ایران د اټومي موضوع د عادلانه حل لپاره غوره فرصت دی

پزشکیان: تهران نور له امریکا سره پر مذاکراتو باور نه لري

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، وروسته له هغې چې له امریکا سره د خبرو تېر پړاوونه له بریدونو او بندیزونو سره مل شول، تهران نور له واشنګټن سره پر مذاکراتو باور نه لري. پزشکیان شنبه د سپټمبر پر ۲۶مه له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې پر امریکايي لوري باور نه لري او نه پوهېږي چې پر کوم...

بیکدلي: د کابل او تهران ترمنځ ترانزیټي همکاري پراخه شوې

بیکدلي: د کابل او تهران ترمنځ ترانزیټي همکاري پراخه شوې

۸صبح، کابل: په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ ترانزیټي او لوژیستیکه همکاري په ځانګړي ډول د چابهار او بندرعباس له بندرونو ګټه اخیستنه پراخه شوې ده. بیکدلي شنبه د تلې پر ۴مه ویلي چې افغانستان د چابهار بندر اړوند چارو د څارلو لپاره ایران ته خپل استازی ورپېژندلی او په دې...

د اریانا افغان هوايي شرکت د کابل – ډیلي ترمنځ د ګارګو الوتنې دوه برابره کړې

د اریانا افغان هوايي شرکت د کابل – ډیلي ترمنځ د ګارګو الوتنې دوه برابره کړې

۸صبح، کابل: د اریانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی چې د کابل – ډیلي ترمنځ د کارګو الوتنې یې زیاتې کړې او هره ورځ دوه الوتنې کېږي. نوموړي شرکت شنبه د تلې پر ۴مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا الوتنې د سوداګرو او سوداګریزو اموالو په لېږد رالېږد کې د اسانتیا په موخه کېږي. د اریانا افغان هوايي...

په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک له خلکو سره خپل ملاتړ پراخوي

په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک له خلکو سره خپل ملاتړ پراخوي

۸صبح، کابل: د اسیا پراختیايي بانک (ADB) رییس ماساتو کاندا وايي، په افغانستان کې د اړتیاوو له زیاتېدو وروسته دا بانک له افغانانو خپل ملاتړ پراخوي. کاندا جمعه د تلې پر ۳مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه ملاتړ پاملرنه به د بنسټیزو خدمتونو پر دوام، د ټولنو د مقاومت پر پیاوړتیا او خلکو ته د کاري بوختیاوو...

د غورماچ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زرو ډالرو په ارزښت روغتیايي تجهیزات ورکړل شول

د غورماچ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زرو ډالرو په ارزښت روغتیايي تجهیزات ورکړل شول

۸صبح، بادغیس: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د بادغیس په غورماچ ولسوالۍ کې یوه روغتیايي مرکز د ۱۱۱ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت ۴۶ قلمه روغتیایې تجهیزات ترلاسه کړې دي. دغه وزارت شنبه د تلې پر ۴مه خبر ورکړی چې دا روغتیایې تجهیزات د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ یاد روغتیايي...

په دېره اسماعیل خان کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او ۳۰ نور يې ټپیان کړي

په دېره اسماعیل خان کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او ۳۰ نور يې ټپیان کړي

د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل‌خان ښار کې د یوې چاودنې له امله ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د ژغورنې ادارې «رېسکیو ۱۱۲۲» شنبه د سپټمبر پر ۲۶مه خبر ورکړی چې دا چاودنه د «امان مېلې» سیمې ته څېرمه شوې ده. د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» د چاودنې مسوولیت منلی دی. له دې مخکې هم...

جبري راستنېدنې؛ نږدې دوه زره کسان افغانستان ته را ستانه کړل شول

څه باندې ۵۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شول

۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې پرون ۱۴۴ کورنۍ چې ۵۹۸ کسان کېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت شنبه د تلې پر ۴مه ویلي چې ۱۸۲ کسان د تورخم له لارې راغلې دي. د نوموړي په خبره، ۶۰ کسان د کندهار د سپین بولدک له لارې راستانه شوي دي. فطرت زیاته...

تارړ د خیبر پښتونخوا حکومت ټي‌ټي‌پي ته د اسانتیاوو په برابرولو تورن کړ

تارړ د خیبر پښتونخوا حکومت ټي‌ټي‌پي ته د اسانتیاوو په برابرولو تورن کړ

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د خیبر پښتونخوا په حکومت تور لګولی چې ټي‌ټي‌پي ته اسانتیاوې برابروي او په وینا يې دا کار د هغوی د سیاست یوه برخه ده. تارړ جمعه د سپټمبر پر ۲۵مه، پر خپله ایکس پاڼه ویلي چې د خیبر پښتونخوا حکومت تحریک طالبان پاکستان ته «بشپړې اسانتیاوې» برابروي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر...

Page 1 of 2077 1 2 … 2,077

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم