له سپینچپنو وېره؛ هغه ټپونه چې د هرات د ښځو پر بدن او روان پاتې کېږي
د هرات یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبانو له چلنده ترخې او دردوونکې کیسې لري. دوی وايي، د طالبانو د محتسبانو چلند دومره ناوړه او سپکوونکی و چې له هغوی سره د مخامخ کېدو پر مهال یې د مرګ هیله کړې ده. دغه ښځې او نجونې روایت کوي چې ان...











