د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د وخت په اعلانولو سره ويلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د امریکا خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
بایډن د وري په څلرویشتمه نېټه په سپينه ماڼۍ کې په خبري ناسته کې وویل چې امریکا د ترهګرو بریدونو د مخنیوي او القاعدې ډلې د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته ځواکونه استولي و او اوس په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مقابلې په کار کې د نوموړي هېواد موخې پوره شوې، نور امریکايي ځواکونه له افغانستانه باسي.
د امریکا ولسمشر زیاتوي چې په افغانستان کې جګړه د دغه هېواد له مخکنیو ولسمشرانو ورته په میراث پاتې ده او نه غواړي چې دا جګړه راتلونکي ولسمشر ته په میراث پرېږدي.
هغه وایي له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه یې له خپلو نورو شریکانو، د نړۍ له مشرانو په تېره بیا د افغانستان له ولسمشر سره یې له مشورې وروسته کړې ده. نو اوس د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو وخت رارسېدلی دی.
بایډن جوته کړه چې هېواد یې د لاسلیک شوې موافقې پربنسټ د مې له لومړۍ نېټې د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پيلوي. هغه زیاته کړه، هوکړې او د زموږ ملي ګټو ته په پام سره امریکا د مې میاشتې له لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل پيلوي.
جوبایډن په خپله وینا کې یادونه وکړه چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو، ديپلوماتیکو او اقتصادي مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي. هغه وویل چې له افغان دولته ملاتړ کوي او له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره به مرستې کوي.
د امریکا ولسمشر د سیمې له هېوادونو په تیره بیا پاکستان، روسيې، چین، هند او ترکیې هم وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د افغانستان په سوکاله راتلونکي کې خپل رول ولوبوي.
له دې سره په یو وخت د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په یوه خبري ناسته کې وویل چې ناټو سازمان به هم د مې له لومړۍ نېټې د خپلو ځواکونو ایستل پیل او په څو میاشتو کې به دا بهیر بشپړ کړي. د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال وېش له اعلان وروسته، د ناټو غړو هېوادونو هم تصمیم نیولی چې د امریکا په شان له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.
دغه خبري آژانس د وري په ۲۴مه نېټه د یوه جرمني چارواکي له قوله ویلي چې په ډېر احتمال سره ناټو ځواکونه به هم د سپتمبر تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ووځي.
د فرانسې خبري آژانس ویلي چې د جرمني د دفاع وزیر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي: «موږ تل ویلي چې په ګډه تللي یو او یو ځای هم وځو.» له دې سره په یو وخت، برتانیه هم نیت لري چې په همدې موده کې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. له بلې خوا، ولسمشر غني د چهارشنبې په ماښام د امريکا له ولسمشر، جو بايډن سره د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې. ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټوېتر ليکلي دي چې افغان دولت د امريکا تصميم ته درناوی کوي او له خپلو امريکايي همکارانو سره کار کوي چې د لېږد پړاو په سمه توګه ترسره شي.
ولسمشر څرګنده کړه چې، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه اوس په بشپړه توګه د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې وړتيا لري.
اخوا، د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره له هېواده د نړیوالې ټولنې ملاتړ پای ته نه رسېږي.
هغه جوته کړه چې د افغانستان د مسلې د حل یوازینۍ لار د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت دي.
اخوا، طالبانو بیا د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په غبرګون کې به د دوی پرخلاف خپل بریدونه پيل کړي. له بلې خوا، ولسي جرګې هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، ښايي یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل او افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز بدل شي.