۸صبح، پروان: په پروان کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست یو کارکوونکی د نامعلومو وسله والو لهلوري په ډزو وژل شوی دی.
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲۵مه د بګرام ولسوالۍ په قلعه خواجه کلي کې رامنځته شوې ده.
دغه کس مايل نومېده او د چهاردرې ښار د خلازي کلي اصلي اوسېدونکى و، خو په بګرام ولسوالۍ کې اوسېده.
تر اوسه د طالبانو د دغه غړي د وژنې انګیزه او عاملین نه دي معلوم.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د مرموز وژنې پېښې زياتې شوې دي.
درې ورځې مخکې هم په بدخشان کې يو طالب وسله وال د يوه کس له خوا په چړو وهل شوى و.