۸صبح، کابل: د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان له خلکو سره د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت ۱۵ میلیونه یورو مرستې خبر ورکوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام سېشنبه د وري پر ۷مه په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د جرمني دا نوې مرسته به د زیانمنو ټولنو د هوساینې او پر افغان ښوونځیو زدهکوونکو د تغذیې په برخه کې ولګول شي.
د یاد بنسټ په وینا، جرمني له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د افغانستان خلکو سره ۷۸ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د جرمني د اقتصادي همکاريو او پراختيا وزارت د ناورین مديريت، بيارغونې او انتقالي پراختيا د مرستو مشرې کترينا سپيس ویلي چې هېواد يې د افغانستان خلکو تر څنګ ولاړ دى.
ورته مهال، په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر هسیائو وي لي ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون اغیزې په دغه هېواد کې پراخې دي او وچکالۍ، سېلاوونه او نور طبیعی پېښې یوې ټولنې ته زیان رسوي.
د هغه په وينا، د خوړو نړۍوال پروګرام د کروندګرو او د کورنيو سرپرستو مېرمنو ملاتړ کوي.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي و چې دغه سازمان توانېدلی څو په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ مرستو یوازې درې سلنه ترلاسه کړي.