په بامیان کې د درېیو بهرنیو سېلانیانو او درېیو افغانانو وژنې ته پراخ کورني او بهرني غبرګونونه ښودل شوي دي. امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې، جاپان، ایران او یوناما پر دې پېښې اندېښنه ښودلې ده. بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت منلې چې د بامیان په مرکز کې د شوي وسلهوال برید په پاېله کې د درېیو بهرنیو وګړو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د څلورو بهرنیو سېلانیانو په ګډون اووه کسان ټپيان دي. د مخکني حکومت ځینو چارواکو دا برید غندلی دی. د پخواني ولسمشر مرستیال ویلي، هغه څوک چې طالبان خپل ساتونکي ګوماري په خبره یې، له دې ډول پېښو سره مخ کېږي. بل پلوه، د بامیان ځيني اوسېدونکي وايي چې طالبانو له پېښې وروسته ځيني ملکیان وهلي ډبولي او په ناحق تور یې نیولي دي. د هغوی د ادعا په حواله، د دغې پېښې اصلي عاملان طالبانو سره تړلي کسان دي.
په بامیان کې ولسي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په ځايي وخت د مازیګر شاوخوا ۶:۰۰ بجې د دغه ولایت په مرکز کې پر بهرنیو سېلانیانو ډزې وشوې. د سرچینو په وینا، په پېښه کې درې اسپانوي وګړي ووژل شول او یو ټپي شو. د سرچینو په خبره، په پېښه کې درې افغانان هم وژل شوي.
په ټولنیزو شبکو کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې دوه کسان د بامیان ولایتي روغتون یو امبولانس ته پورته کېږي او خلک د پېښې په ځای کې راټول شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې یو بهرنۍ د استرالیا، یو د ناروې، یو د لیتوانیا او یو د اسپانیا دی. دغه راز، درې افغانان چې د دغو سېلانیانو همکاران ښودل شوي، په پېښه کې ټپيان شوي.
پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې پر بهرنیو سېلانیانو شوي وسلهوال برید کې شپږ کسان وژل شوي دي. د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې درې بهرني او درې افغانان وژل شوي. هغه ویلي چې ځواکونو یې د وژونکو موندل پېل کړي او تر اوسه په دې قضیه کې د ښکېلتیا له کبله اووه کسان نیول شوي.
د دغه راپور تر جوړېدو پورې چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی؛ خو طالبانو ته نږدې رسنۍ المرصاد ادعا کړې چې دا برید د یوه بهرني استخباراتي سازمان له خوا پلان او پلی شوی دی. د المرصاد په وینا، دا استخباراتي سازمان له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ورته بریدونو ترسراوي تجربه لري.
بل پلوه، د بامیان مرکز ځيني اوسېدونکي وايي چې طالبانو له پېښې وروسته د خلکو کورونو تلاشي کړل او د تلاشۍ پر مهال یې ځیني اوسېدونکي وهلي ټکولي دي. د بامیاني اوسېدونکو د ادعا په حواله، ځیني کسان یې له سند او ثبوت پرته نیولي او په پېښه کې یې په لاس لرلو تورن کړي.
د بامیان یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي: «د طالبانو په نظام کې پوښتنه نه شته. ډېری طالبان د بهرنیانو د وژلو هیله لري. ښايي دا ځل یې هم خپلو کسانو بهرني سېلانیان وژلي وي؛ ځکه نور کسان وسلې نه لري او د طالب له ډاره څوک ساه هم نه شي اخیستی، نو څنګه به وسلې وګرځوي؟ ښکاره ده چې خپل کار یې دی.»
ورته مهال، د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچیز هم پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د خپل هېواد د درېیو وګړو وژل کېدو په هکله خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي په خپل پیغام کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ویلي، وضعیت څاري او کونسلي خدماتو ادارې د اړینو خدماتو رسولو هڅه کوي. د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دې پېښه کې یې یو بل وګړی ټپي دی.
په بامیان کې د بهرنیو سېلانیانو وژلو ته پراخ کورني او بهرني غبرګونونه ښودل شوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي دا برید «ترهګریز» بللی او غندنه یې کړې ده.
په مخکني حکومت د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په اېکسپاڼه کې لیکلي: «کله چې ترهګر[طالب امنیتي ځواکونه] د نړیوالو سېلانیانو ساتنې ته ګومارل کېږي، د دا ډول ترهوونکې پېښې تمه شته.»
د امریکا، اروپايي ټولنې او بریتانیا په ګډون ځيني هېوادونو دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د بامیانو برید ته په غبرګون کې ویلي: «د امریکا متحده ایالات په بامیانو کې د هغه برید په اړه په ژوره توګه خواشینې شوې چې په ترڅ کې یې ملکي افغانان او بهرني اتباع وژل شوي او ټپیان شوي… تاوتریخوالی ځواب نه دی.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو شوی وسلهوال برید «ترهګریزه کړنه» بللې ده.
په کابل کې د جاپان سفارت په بامیان کې شوی برید په کلکو ټکو غندلی او له قربانیانو سره یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې تاوتریخوالی دې سمدستي پای ومومي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر هم پر اېکس لیکلي، چې «د بامیانو بازار کې پر بېګناه خلکو بزدلانه برید غندم. افغانستان خورا ډېر تاوتریخوالی لیدلی. زه د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دا برید ترهګریز بللی او زیاته کړې ده: «یوناما د افغانستان په مرکز بامیان کې په بې وسلې ملکي وګړو او سېلانیانو د خونړي ترهګریز برید له امله ژوره خواشینې ده. موږ د برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګندوو او له پېښې وروسته مرستې چمتو کوو.»
د بامیان ځيني اوسېدونکي وايي چې دا ډول پېښې دې نه تکرارېږي. هغوی ټينګار کوي چې په جدي توګه دې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي او سیمهییز طالبان دې له خپلو مسوولیتونو اوږې نه سپکوي.
د سیمې ځينې اوسېدونکي چې د طالبانو له وهلو ټکولو وېرېدلي و، د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې طالبان دې خپل مسوولیتونه پر نورو نه تپي. د هغوی په وینا، طالبان بهرنیان هڅوي چې افغانستان ته راشي او حالت ورته ښه ښيي.
د ټولنیزو شبکو ځيي کارن په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو شوي برید اندېښمن کړي. هغوی ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سراسري امنیت ادعا «دروغ» ده.
د اېکس خواله رسنۍ کارن رضا جعفري لیکلي: «په تېرو ۲۰ کلنو کې بامیان د نورو ولایتونو پرتله امن و، خو دا پېښه ښيي چې د هېواد امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او د کورنۍ جګړې او نړیوالو اورپکو فعالیت ګواښ جدي کېږي.»
د ټولنیزو شبکو ځينو نورو کارنو هم ویلي چې طالبان په رسنیو کې د امنیت ټينګښت خبرې کوي؛ خو بهرني سېلانیان او اوسېدونکي دې پرې باور نه کوي. د هغوی په وینا، هغه چا چې په تېرو ۲۰ کلنو کې خلک له بهرنیانو سره د همکارۍ په تور وژل، بهرنیان به په خپلې واکمنۍ کې ژوندي پرېنږدي.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا په افغانستان کې پر بهرنیو سېلانیانو خونړی برید و. له دې وړاندې طالبانو ځيني بهرني یوټوبران افغانستان ته رابللي و او د هېواد بېلابېلو ښارونه ته یې د سفر کولو اسانتیا ورته برابره کړې وه؛ څو رسنیو او نړیوالو ته وښيي چې د وینا ازادۍ ته ژمن دي.