په سوېل کې پروت کندهار ولایت د هېواد يو د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د روغتيايي مرکزونو د کمښت له کبله په کې د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه شوې ده. د دغه ولايت په یو شمېر ليرې پرتو سيمو کې مېشت خلک وايي چې د روغتيايي مرکزونو د کمښت له کبله يې ډېری وخت ناروغان په کورونو او لویو لارو کې ژوند بایلي. د کندهار ولايت نېش ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکزه يوه لیرې پرته سیمه ده او خلک يې په ګڼو برخو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د نوموړې ولسوالۍ يو اوسيدونکی عادلشاه وايي چې په ټوله ولسوالۍ کې يو روغتیايي مرکز فعال دی چې کيفيت يې ډېر ټيټ او هېڅ درملنه په کې نه کېږي. ده ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې ډير وخت يې ناروغان په ځانګړې توګه هغه ناروغان چې ولادي ناروغۍ ولري په لارو او کورونو کې ژوند بایلي.
د هغه په خبره، خلک د اقتصادي ستونزو او ويجاړو لارو له کبله دومره نه شي کولای چې خپل ناروغان د کندهار مرکز ته د درملنې لپاره ولېږدوي. نوموړي په همدې تړاو وويل:«زموږ په ټوله ولسوالۍ کې يو دولتي روغتون دی چې ولاکه هېڅ هم پکې پیدا کېږي. کله چې ناروغ ورشي پارچه ورکړي او ورته وايي درمل دباندې واخلئ. د ډاکټرانو پر ځای ټول نرسان او تش په نوم ډاکټران کار کوي. لارې مو ټولې خرابې دي، کله چې ښار ته خپل ناروغان لېږدوو، په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي. ډير بد وضعيت دی او په دې برخه کې د مسوولانو د مرستې غوښتنه کوو.»
د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ ترڅنګ د دغه ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي هم له ورته ستونزو شکايت کوي او وايي چې د دوی په ولسوالۍ کې د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له کبله د ټولې ولسوالۍ خلک له ستونزو سره لاس ګريوان دي. د لوړ او منځني شاولي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې په ولسواليو کې روغتيايي خدمتونه بیخي پر نشت حساب دي او زیاتوي چې د روغتيايي مرکزونو د کمښت له کبله ډېری وخت ناروغان په لارو کې مري.
د شاولي کوټ ولسوالۍ يو اوسيدونکي ميرحمزه ۸صبح ته وويل چې د دوی په سیمه کې یوازې یو روغتيايي مرکز دی چې هغه هم په یو کرايي کور کې فعالیت کوي. دی زیاتوي، په دې سیمه کې باید د میندو لپاره یو ځانګړی کلینیک وي څو ناروغان اړ نه شي چې د درملنې لپاره د ولایت مرکز او یا نورو سیمو ته لاړ شي.
نوموړي په همدې هکله وويل:«زموږ په ټوله سيمه کې يو روغتون شته. نارينه او ښځينه ناروغان ټول همدې روغتون ته ورځي. هېڅ امکانات پکې نشته. ډېر خلک خپل ناروغان کندهار ښار ته لېږدوي چې لاره هم سخته خراب ده او موږ له مسوولانو غواړو چې د خلکو ستونزو ته ځانونه ورسوي.»
د همدې ولسوالۍ يو بل اوسيدونکی کريمالله وايي چې د شاولي کوټ ولسوالي يوه پراخه ولسوالي ده او کليو ترمنځ یې فاصلي زياتي دي چې له کبله يې روغتيايي مرکزونو ته لاسرسۍ ډېره ننګونکې مسئله ده. دی زیاتوي: «زمونږ ولسوالي ډېره پراخه ده. بل مشکل دا دی چی د ولسوالۍ کلي يو د بل څخه لیرې دي. موږ چې دولتي روغتون ته ځان رسوو، دومره وخت مو ضايع کېږې چې پر لاره مو د ناروغ دوه برابره ناروغي زياته شي.»
په کندهار کې د طالبانو د عامي روغتيا رياست هم مني چې په دغه ولايت کې زرګونه کورنۍ روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. د طالبانو د عامي روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول سېدداوود وايي چې د کندهار په مرکز او ولسواليو کې ۷۰ داسې کلي شته چې هېڅ ډول روغتيايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري.
هغه وايي چې په دغه ولايت کې تېرې جګړې او د روغتيا په برخه کې د طالبانو د عامي روغتيا د امکاناتو نشتوالی، هغه لاملونه دي چې د خلکو پر وړاندې یې روغتیايي خدمتونه کم کړي دي. د طالبانو د نوموړي مسوول په وينا، اوس مهال دوی دومره توان نه لري چې د دغه ولايت اوسيدونکو ته په کافي اندازه روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي؛ خو زیاتوي چې يو شمېر نړۍوالو بنسټونو دې ته هڅولي ترڅو له دوی سره په ګډه په روغتيايي برخه کې د خلکو ستونزې هواري کړي.
ده ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «زموږ په ټول ولايت کې دا مهال ۷۰ داسې سيمې شته چې خلک پکې هېڅ ډول روغتيايي خدمتونه ته لاسرسۍ نه لري. موږ دا نوملړ يو شمېر بنسټونو ته هم په واک کې ورکړی؛ خو تر اوسه دا مسئله پر ځای پاتې ده او چندان پام ورته نه دی شوی.»
د کندهار د طالبانو د عامې روغتیا رياست مسوولانو په خبره، اړتيا ده چې د روغتیايي خدمتونو د پراختيا برخه کې کار وشي. هېره دې نه وي چې د کندهار ترڅنګ د هېواد په زیات شمېر ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو له نشوالي څخه خلک سر ټکوي.
که څه هم په تېرو دوو لسيزو کې مخکیني جمهوري نظام او یو شمېر مرستندویه بنسټونو خلکو ته تر یو حده نسبتاٌ معياري روغتونونه جوړ کړل؛ خو د طالبانو په جګړو کې دا مرکزونه ويجاړ شول او دا مهال د هېواد د لیرې پرتو سیمو زيات شمېر روغتیايي مرکزونه ودانۍ هم نه لري.