د امریکا ولسمشر جوبایډن په غزه کې د اوربند د ټينګښت او د برمته شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د اسرائیل درې پړاویز پلان اعلان کړی چې د ده په باور د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې ماشین د تړلو کیلي ده.
د اسوشيټېډپرېس د راپور پر بنسټ، بایډن جمعه د مې پر ۳۱مه ویلي، دا پلان به په درېیو پړاوونو کې چې لنډمهاله اوربند او د برمته شویو کسانو خلاصون، د غزې له ګڼ مېشتو سیمو څخه د اسرائیلي پوځیانو وتل او د دغه ښار بیارغونه شامل دي، پلي شي.
په لومړي پړاو کې به بشپړ لنډمهاله اوربند شپږ اوونۍ دوام وکړي چې په دې موده کې به غزې ته بشردوستانه مرستې هره ورځ ۶۰۰ موټرو ته لوړې شي.
په دویم پړاو کې به اسرائیلي ځواکونه د غزې ګڼ مېشتې سیمې پرېږدي او په دې موده کې د امریکايي وګړو او نارینه پوځیانو په ګډون ټول برمته شوي د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کېږي او د وژل شویو برمته کسانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.
په همدې ترتیب د بایډن په وینا، درېیم د غزې د بیارغونې پړاو دی چې څو لسیزې وخت ته اړتیا لري.
بایډن ویلي چې حماس د اسرائیل پر وړاندې د لوی برید «وس نور نه لري» او له دواړو غاړو یې غوښتي چې د پاتې برمته شویو پر خوشې کولو او اوږد اوربند هوکړه وکړي.
هغه د دې وړاندیز په ملاتړ سره، دا د «تلپاتې اوربند او د ټولو برمته شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د لارې نقشه» بللې ده.
ورته مهال، حماس هم دې وړاندیز ته مثبت غبرګون ښودلی دی.
دا وړاندیز چې په غزه کې د جګړې پای ته رسونې هیله ده، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش له خوا یې هرکلی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلي پوځ پرون ومنله چې د دوی ځواکونو د رفح په مرکزي برخو کې پراخ بریدونه کړي او د غزې د سوېل په لور د پرمختګ په حال کې دي.
په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ د اته میاشتنۍ جګړې په پایله کې تر اوسه له ۳۸ زره ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ زره نور بیا ټپیان شوي دي.