۸صبح، جوزجان: وروسته تر دې چې په جوزجان کې د قوشتپې کانال پروژې د دوو انجنیرانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول، باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په دې کسانو کې یو یې انجینر او بل یې د یو خصوصي قراردادي شرکت خدمه کارکونکی و.
د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار په سخياباد سیمه کې دوشنبه د غبرګولي پر ۱۴مه ناپېژاندو وسلهوالو د «ریديګل» په نوم د یو خصوصي شرکت پر دفتر برید کړی دی.
د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی؛ خو د «ریديګل» شرکت له نورو قراردادي شرکتونو سره یو ځای د قوشتپې کانال د یوې برخې د کیندنې مسوولیت پر غاړه لري.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
طالبانو هم په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.
په جوزجان کې د قوشتپې کانال تر کار وروسته دا لومړی ځل دی چې د دغې پروژې پر کارکوونکو برید کېږي.