۸صبح، کابل: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې په تېرو لسو ورځو کې یې د امو سیند له حوزې څخه ۱۳۰ زره ټنه خام نفت پلورلي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان یکشنبه د غبرګولي پر ۲۰مه په خپله اېکسپاڼه کې د دې خامو نفتو له پلور څخه د ترلاسه شویو پیسو شمېر ۷۱.۶ میلیونه ډالره راپور ورکړی دی.
دا اندازه خام نفت په یوې داوطلبۍ کې پر کورنیو شرکتونو پلورل شوي دي.
د دغه وزارت له خوا په تېرو دوو اوونیو کې د پلورل شویو نفتو ټولټال کچه ۱۵۰ زره ټنه ښودل شوې ده.
طالبانو د خپلې واکمنۍ له پېل راهیسې د هېواد د کانونو د استخراج قراردادونه په قانونه ډول له هغو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره چې په دې برخه کې له کمه تجربې لري، کړي دي.
تېر کال کې دغې ډلې د پنجشیر زمرد پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورلي دي.
څلور ورځې وړاندې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و چې د پنجشېر درې زره او ۲۱۵ قیراطه زمرد یې په ۱۷۶ زره او ۸۶۰ ډالرو په ارزښت په یو ځايي سوداګرو پلورلي دي.
د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو له مخې، هغه حکومت چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه وي پیژندل شوی، د یو هېواد د طبیعي شتمنیو د پلور حق نه لري.