۸صبح، کابل: ټاکل شوې چې سبا (یکشنبه) د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال ۲۰ اوریز جام د اتو غوره لوبډلو په لړ کې افغان کرېکټ ملي لوبډله له اسټرالیا سره مخامخ شي.
دا لوبه یکشنبه د چنګاښ پر ۳مه د افغانستان پر وخت د سهار په ۵:۰۰ بجو کېږي.
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له اسټرالیا سره تر لوبې وړاندې یوې خبري غونډه کې د لوبډلې پر مثبت ذهنیت او باور ټينګار کړی دی.
افغان لوبډلې د اتو غوره لوبډلو پړاو لومړۍ لوبه هند ته د ۴۷ منډو په توپیر وبایلله.
یاده دې وي چې افغان لوبډله به د جون پر ۲۵مه د دغه پړاو په درېیمه لوبه کې له بنګلهدیش سره مخ شي.