نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا د نیویارک په روچسټر ښار کې د ډزو په پایله کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.
اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې پېښه یکشنبه د جون پر ۲۳ مه د نیویارک په روچسټر ښار کې یوه پارک ته څېرمه شوې ده.
د روچسټر ښار پوليسو د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللى دى.
د دغه ښار پولیس وايي په «مارټین لوټر» پارک کې یوه سړي تر شخړې وروسته د خلکو پر لور ډزې وکړې چې شپږ کسان یې ټپیان کړل.
د پولیسو په وینا په دې ډزو کې څلور نارینه او دوه ښځې ټپیانې شوې دي.
تر اوسه ددغې پيښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ نړيوالو رسنيو د امريکا په الاباما ايالت کې د ډزو له امله د ۱۳ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.