د طالب چارواکو او ویاندویانو له څرګندونو داسې ښکاري چې کلک هوډ لري د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي. البته، دوی د ګډون نه کولو لپاره کوم دلیل نه لري؛ ځکه ملګرو ملتونو یې غوښتنې په بشپړه توګه منلي دي. په بشپړه توګه د غوښتنو منل په دې مانا چې دا ځل ښځو او د مدني ټولنې استازو ته ان په سمبولیک ډول هم بلنه نه ده ورکړل شوې. په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې د ښځو او مدني ټولنو د استازو بلنې ته له جبره زړه ښه کړی و. اوس چې دا ځل همدا لږ تر لږه اقدام هم نه دی شوی، ښکاره ده چې کوربه سازمان د طالبانو غوښتنو ته تسلیم شوی دی
ښايي هېڅ غونډه د دوحې د دریمې غونډې په کچه له جدي او سختو نیوکو سره نه وي مخ شوې. د بشری حقونو د دفاع ټولو سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالانو چې د نړۍ په هر ګوټ کې حضور لري، په شته اجنډا سره د دې غونډې پر جوړېدو سختې نیوکې کړې دي. په دغو ناندریو کې د ملګرو ملتونو دریځ د پاموړ دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې رزا اوتنبایوا نه یوازې دا چې نیوکو ته درناوی ونه کړ، بلکې په بشپړه توګه یې د هغه څه دفاع وکړه چې د طالبانو په ګټه یې ترسره کړي دي. اوتنبایوا وویل چې ښځې باید اندیښمنې نه وي، ځکه چې غوښتنې به یې په دې غونډه کې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو لخوا تعقیب شي. دا خبرې لوستونکي ته کلیوالي دودونه ورپه یادوي چې پر بنسټ یې ښځو ته په غونډو کې د حضور او خبرو اجازه نه ورکول کیږي او نارينه د هغوى په استازيتوب خبرې کوي.
د ملګرو ملتو توجیه دا ده چې د دوحې د غونډې اجنډا ظاهراً پر نشه یي توکو، اعتیاد، اقتصاد، بانکي مسایلو او … متمرکزه ده او لزوماً د ټولګډوني حکومت له جوړېدو، د بشري حقونو او د ښځو دحقونو له خوندیتوب سره تړاو نه لري. دا توجیه نه ده توانیدلې چې د بشري حقونو مدافعان قانع کړي. تر ټولو لومړی دا چې د افغانانو بېړنۍ او اساسي ستونزه نشه يي توکي نه دي، بلکې د یوه ټولګډوني حکومت جوړېدل او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د پراخ او بې مخینې نقض مخنیوی دی چې ملګري ملتونه ظاهراً ورته ارزښت نه ورکوي. دویم، که د مخدره توکو مسأله مهمه هم وي، په اوسنۍ شرایطو کې دومره اهمیت نه لري چې له دې ټولو تشریفاتو او چنې وهنې سره غونډه وشي او طالبانو ته له مشروعیت ورکولو پرته هغه هم د ښځو د حقونو د بابېزه ګڼلو په بیه بله کومه پایله نه لري. دا چې طالبان پخپله له مخدره توکو تغذیه کیږي، څنګه به له هغو سره جګړې ته راضي شي، دا پخپله یو بحث ځای دی. دریم، که په اجنډا کې پورتني موارد شامل وي، په خورا شعوري توګه غوره شوي دي، ځکه طالبان هم ادعا کوي چې په همدغو برخو کې یې ښه پرمختګ کړی دی.
بله توجیه چې ملګري ملتونه یې د خپل چلند د رسوایۍ د کمولو لپاره لري، په غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش ګډون نه کول دي؛ په داسې حال کې چې په تېرو دوو دورو کې یې حضور درلود. د دوحې په دویمه غونډه کې د طالبانو یوه غوښتنه دا وه چې د دوی استازي له ګوترېش سره په مستقیمه توګه وګوري او خبرې وکړي چې ونه منل شوه. اوس د ګوټرېش مرستیاله رزمیري ډیکارلو د درېیمې غونډې پرمخ بیوونکې ده؛ هغه ښځه چې کابل ته راغله او طالبانو ته یې په ځانګړو تشریفاتو سره بلنه ورکړه او ویې ویل چې «د دوی د شرطونو منل د ملګرو ملتونو لپاره ستونزمن نه دي.»
په غونډه کې د طالبانو د ګډون پایله
۱- د دوحې له درېیمې غونډې هېڅ تمه نه کېږي، لکه څنکه چې تېروغونډو یې د افغانستان خلکو ته کومه ګټه نه ده رسولې. تېرو غونډو چې ښځو او د مدني ټولنو استازو پکې حضور درلود، کومه د پاموړ پایله ورنه کړه، اوس چې طالبان د افغانستان د یوازینيو استازو په توګه دې غونډې ته ځي، لا له وړاندې څرګنده ده چې نه یوازې دا بندون نه ماتوي بلکې لا نور به هم نه ماتیدونکی شي. که ټولو اړخونو او ډلو ته د ګډون فرصت ورکړل شوی وای، نو یو څه هیله ترې کېداې شوه.
۲– د دوحې راتلونکې غونډه په بشپړه توګه د طالبانو په ګټه ده، که څه هم ملګري ملتونه ادعا کوي چې د دې ډلې رژیم ته د مشروعیت ورکولو هوډ نه لري. که فرض کړو چې د ملګرو ملتونو خبره سمه ده، بیایې هم غیر ارادي پایله طالبانو ته مشروعیت ورکول دي؛ ځکه چې دوی د افغانستان د یوازینیو واکمنو په توګه پکې ګډون کوي. که د مشروعیت مسأله یوې خوا ته پرېږدو، همدا چې ان ښځې هم په غونډه کې له ګډونه محرومې دي، د طالبانو لپاره ترټولو لوی امتیاز دی. یوازې همدا پاتې ده چې ملګري ملتونه په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري. البته، که وضعیت همداسې دوام وکړي، داکار هم له امکانه لېری نه دی.
۳- طالبان چې تر اوسه یې د نړۍ هېڅ یوه غوښتنه نه ده منلې، اوس به تر بل هر وخت ډېره سخت دریځي وښيي او هڅه به وکړي چې نړۍ د ځان پر وړاندې مطیع او ځواب ویونکې وګرځوي، نه دا چې د هغه څه پر وړاندې چې په افغانستان کې یې ترسره کوي، نړۍ ته ځواب ویونکې وي. جالبه دا ده چې د بشري حقونو نړیوالو مدافعینو او د ښځو د حقونو فعالانو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پېژندنې په موخه کمپاین پیل کړی دی او ملګري ملتونه هم د دې غمیزې له ژورتیا خبر دي. خو سره له دې هم د طالبانو د رضایت په بدل کې مېرمنې په غونډه کې له ګډونه محروموي. ملګرو ملتونو طالبان داسې کار وکړ چې طالبان درک کړي چې په سخت دریځۍ او شله توب سره خپلې اړیکې پر نړۍ منلای شي. نو د خلکو پر ژوند به د محدودیتونو لمن تر پخوا لا ډېره پراخه کړي او ملګري ملتونه به هم له نندارې پرته بل کوم رسالت ونه لري.
۴ـ په ډېر خوشبینانه حالت کې ویلای شو چې ملګري ملتونه هم د ناورین له ژورتیا خبر دي او د امریکا مشرتابه چې کله راورسیږي نو د دوی د ملي ټرمینالوژۍ رګونه وپړسېږي او شور او غوغا جوړه کړي. له همدې امله ده چې له طالبانو د ملګرو ملتونو بشپړ ملاتړ د دې ډلې د مخالفو جبهو د بیدارۍ او انسجام لامل کېږي. د دوحې له غونډې مخکې د ویانا بهیر د څلورمې غونډې اعلان یې یوه بېلګه ده. داسې ښکاري چې د دوحې د غونډې په غبرګون کې د ویانا بهیر څلورمه غونډه جوړېږي. د طالبانو مخالف خوځښتونه پر دې پوه شوي چې ملګري ملتونه د ملا هبت الله د امارت غوښتنې ته تسليم شوي دي او په ځواب کې يې په ويانا کې د راغونډېدو او په افغانستان کې د روانو حالاتو په تړاو د خبرو لپاره بېړنی اقدام کړی دی. په واقعیت کې، کله چې ملګري ملتونه د طالبانو د مخالفو ځواکونو او ان ښځو ته ارزښت نه ورکوي، له لا منظم کېدو پرته بله چاره نه لري.