۸صبح، هرات: په هرات، پروان او جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو په پاېله کې څلور کسان مړه او ۲۴ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې وايي چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه د مازیګر شاوخوا ۵:۰۰ بجې د هرات – تورغونډۍ پر لویه لار د سراچې او ټيلري موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي.
د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې یو ټيلري موټر د ستونزې له امله درېدلی و؛ خو سراچه موټر د چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله له باروړونکي موټر سره جنګېدلی دی.
بل پلو، په پروان کې هم سرچینې وايي چې د دغه ولایت مرکز اړوند چاریکار په جنګل باغ سیمه کې د سراچه موټر او موټرسایکل د ټکر لامله یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.
دغه راز، سرچینې وايي چې د جوزجان – بلخ پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو په پاېله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپيان شوي.
په دې وروستو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوي چې د ډېرو لامل یې د موټروانانو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل کېږي.