۸صبح، بامیان: ۤپه بامیان کې د طالبانو امنیتي چارواکی وايي، چې د دغه ولایت «په یکاولنګ نمبر یک» ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د دوو کورنیو ۱۷ غړي مړه شوي دي.
د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالصبور سیغاني پنجشنبه د چنګاښ پر ۷مه رسنیو ته ویلي، چې د سه شنبې ورځې د سېلابونو په پایله کې د دوو کورنیو ۱۷ غړي مړه شوي دي دي.
سيغاني ویلي چې د سېلاب ځپلو اووه مړي موندل شوي او لس نور لا هم لا درکه دي.
په همدې حال کې د بامیان ولایت د والي رسنیز دفتر سېلاب ځپلې سیمې ته د بامیان لپاره د طالبانو د والي عبدالله سرحدي د سفر خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د ژغورنې ډلې هم د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د سې شنبې په ورځ ماسپښین د بامیان ولایت د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ په هزار چشمه، دزدان چشمه او پودینهتو سیمو کې سېلابونه راغلي وو.
د بامیانو د والي د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کې ماشومان، ښځې او نارینه شامل دي.
په وروستيو مياشتو کې د افغانستان بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وو، چې د سلګونه کسانو ژوند یې واخیست.