۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر چهارشنبه د چنګاښ پر۶مه، یوې خبري غونډې ته ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دوحې د درېیمې غونډې له ګډونوالو دي.
مېلر زیاته کړې چې دواړه استازي د دوحې په غونډه کې له افغان ښځو او مدني ټولنې سره د مانا لرونکي تعامل په تړاو له ډاډمنېدو وروسته، ګډون ته چمتو شوي.
هغه ټینګار کړی چې امریکا به پر طالبانو فشار راولي چې د «دوحې په هوکړه لیک» کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یوه ورځ وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو له ښځو پرته هر ډول خبرې اترې په هېواد کې حل لاره او ثبات نه تضمینوي.
د غونډې له اجنډا د ښځو اېستل هغه مسأله وه، چې له هماغه پیله د بشري حقونو د سازمانونو او فعالانو لخوا پرې سختې نیوکې وشوې.
د طالبانو او افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه تر راروانو درېیو ورځو په قطر کې د طالبانو او ۲۷ هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړېږي.