۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې درې نارینه چې په غلا او نامشروع اړیکو تورن و، په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
سیمهییزو سرچینو پنجشنبه د چنګاښ پر ۷مه ویلي چې پر دغو کسانو دا حکم د پکتیکا په یوسف خېلو ولسوالۍ کې پلی شوی دی.
د سرچینو په وینا، دوه کسان چې په غلا تورن و، هر یو ۳۰ – ۳۰ دُرې او یو بل چې په نامشروع اړیکو تورن و، ۱۱ دُرې وهل شوی دی.
د یادونې ده چې تېره میاشت د کندهار په سپین بولدک کې هم ۱۲ کسان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهل شوي و.
د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې تورنو ته دې په عام محضر کې سزا نه ورکوي.