۸صبح، کابل: د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر ملا فضلالرحمان وايي چې ښکاري په څو میاشتو کې به پاکستاني طالبان (ټيټيپي) د دغه هېواد کرښې ته څېرمه سیمو کې واکمن شي.
فضلالرحمان چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه د پاکستان په پارلمان کې ویلي چې طالبان به شمالي او جنوبي وزیرستان، دېره اسماعیل خان، لکي مروت، بنو او نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
نوموړي زیاته کړې: «په ډېرې خواشینۍ غواړم ووایم چې داسې ښکاري په راتلوونکو دوو یا څلورو میاشتو کې به طالبان دېره اسماعیل خان، شمالي وزیرستان، سوېلي وزیرستان، لکي مروت، کرک، بنو او نورې سیمې ونیسي، هلته به [اسلامي امارت] جوړ کړي او پاکستاني ځواکونه هېڅ نه ښکاري.»
تر اوسه څرګنده نه ده چې نوموړي دا څرګندونې پر کوم بنسټ کړې دي.
بل پلو، هغه د پاکستاني دولت له خوا د «عزم استحکام» په نوم عملیاتو پر پېلولو نیوکه کړې ده.
د روانې اوونۍ په لومړیو کې اېکسپرېس ټریبیون راپور ورکړ چې پاکستان په افغانستان کې د ټيټيپي مرکزونو پر وړاندې د تازه دیپلوماتیک پروګرام په جوړولو بوخت دی.
د راپور په حواله، پاکستان به د نوي پلان د یوې برخې په توګه چې د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه له خوا تصویب شوی، د «ترهګرو پټنځایونو» له منځه وړلو او طالبانو ته د قناعت ورکولو لپاره نوې دیپلوماتیکې هڅې پېل کړي.
د یادونې ده چې پاکستاني حکومت روانه اوونۍ اعلان کړی چې له «ترهګرۍ سره د مبارزې» لپاره د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیات پېلوي.