۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د دولتاباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو ۱۲ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
سرچینې وايي چې دا ماشوم مصطفی نومېده او شنبه د چنګاښ بر ۹مه یې د دولت ولسوالۍ په قریش کلي کې ځان زندی کړی دی.
تر اوسه د دې پېښې لامل او انګیزه څرګنده نه ده.
ځايي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم یو ځوان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو لامله ځان سیند ته غورځولی و.