۸صبح، تخار: د تخار سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان کې د یو سړي زندۍ شوی مړی موندل شوی دی.
د تخار ولایت روغتیايي سرچینې سېشنبه د غبرګولي پر ۱۵مه وايي چې دا سړی په یو پړي زندۍ او مړی یې درې ورځې دمخه د تالقان ښار د دویمې حوزې اړوند په نهر شهروان سیمه کې موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د دې کس هویت نه دی څرګند او طالبانو له لومړنیو څېړنو وروسته دا مړی د تخار ولایتي روغتون ته لېږدولی دی.
د تخار طالب سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې د جنايي پېښو زياتوالي د هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي.
تېره ورځ په دايکندي کې د یو سړي ځړول شوی مړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصايې او معلوماتو ادارې امر و، موندل شوى و.