۸صبح، کابل: د طالبانو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د دغه وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.
د طالبانو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د سېشنبې ورځ، د لړم په ۳۰مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې دغه پلاوی د دې ډلې او ازبکستان ترمنځ د «همکارۍ پیاوړتیا» په موخه تاشکند ته تللی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې به د غنمو او پنبې د اصلاح شویو تخمونو، د وریجو کښت، د څاڅکو اوبولګونې ودې، د باغدارۍ پراختیا، د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړوېدو، د افغانستان د وچې مېوې په برخه کې د پانګونې او د نورو برخو په په اړه بحث او تړونونه لاسلیکونه شي.
تر دې مخکې ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د حکومت او طالبانو ترمنځ د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګریزو تړونونو د لاسلیکېدو خبر ورکړی و.
دغه تړون څو ورځې مخکې د ازبکستان د لومړي وزير د مرستيال او د دغه هېواد د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د وزير جمشيد خواجهیوف په مشرۍ د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې لاسليک شو.