د هند پلازمېنې نوې ډهلي په یو روغتون کې د اورلګېدنې لامله شپږ نوزېږي ماشومان مړه شوي.
سکای نیوز یکشنبه د مې پر ۲۶مه راپور ورکړی چې دا پېښه بیګا د نوې ډهلي لویدیځ په یو رغتون کې شوې ده.
اور وژونکو ویلي چې ۱۲ نوزېږي ماشومان یې ژغورلي؛ خو شپږ یې د ډېر لوګي تنفس کولو لامله مړه شوي.
بل پلوه، د نوې ډهلي مشر وزیر ارویند کجریوال بیا دا پېښه «زړه بوږنونکې» بللې.
نوموړي ویلي چې پېښه د اکسیجن ډبې د چاودنې لامله رامنځته شوې.
دغه چارواکي زیاته کړې چې په پېښه کې ښکېل کسان ترڅار لاندې دي.
د راپور په حواله، اورلګېدنه د روغتون په لومړي پوړ کې شوې او شاوخوا یو ساعت یې دوام کړی.
دغه راز، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم دا پېښه «زړه بوږنونکې» بللې.
د یادونې ده چې پرون هم د هند ګجرات ایالت په راجکوټ ښار کې د کمپیوټري ګېمونو یوه کلب کې اورلګېدنې لږترلږه ۲۴ کسان مړه کړي دي.
د راپورونو په حواله، د دې پېښې ډېری قربانیان هم ماشومان دي.