۸صبح، سرپل: په سرپل ولایت کې طالبان وايي چې د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د دغې ډلې یو قومندان وژل شوی دی.
په سرپل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ شنبه د چنګاښ پر ۹مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا قوماندان تېره ورځ د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ پر لاره د خپل زوی له خوا د ناپامۍ ډزو په پایله کې وژل شوی دی.
خبرپاڼې دا قوماندان د «حسن خان» په نوم یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې هغه له دې پېښې دمخه د دغه ولایت مرکز ته غوښتل شوی و.
په سرپل کې د طالبانو سيمهييزو مسوولانو د دغې پيښې د څيړنې د پېل خبر ورکړى دى.
بل خوا په دې ولایت کې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا قومندان یو قومي مشر و او د عبدالرشید دوستم اړوند له «اسلامي جنبش ګوند» سره یې د همکارۍ مخینه لرله.
دا لا څرګنده نه ده چې دا طالب قومندان د خپل زوی له خوا وژل شوی او که په سرپل کې سیمهییزو طالبانو له منځه وړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت مخکې په فارياب کې د طالبانو یو غړی د خپلې مېرمنې له خوا په ډزو وژل شوى و.