۸صبح، کابل: وروسته تر هغې چې داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید وکړ او د درېیو اسپانوي سیلانیانو په ګډون یې شپږ کسان ووژل، د هغې پېښې یو اسټرالیاوی ټپی وايي، فکر یې کاوه چې افغانستان به ډېر خطرناک نه وي.
د اسټرالیا جو مېک ډاوېل چې په بامیان کې د تیرې اوونۍ د برید قرباني دی، پنجشنبه د غبرګولي پر ۳مه یوې اسټرالیاوۍ رسنۍ سره د هغه ګواښ په هکله چې کولای یې شوای د ده ژوند واخلي، خبرېاترې کړې دي.
دی چې اوس د کابل په یو روغتون کې بستر دی د اسټرالیا اسوشيټېډپرېس سره یې په خبرو کې ویلي: «روښانه ده چې افغانستان تازه له جګړې څخه راوتلی او طالبان بد شهرت لري… نو دا باید یو خطرناک ځای وي؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې داسې نه وو.»
مک ډاوېل ویلي چې دې ته فکر کوي که څه هم بریدګر د ده په یو مترۍ کې و، «ولې تر اوسه نه دی مړ شوی؟»
ټاکل شوې وه دا اسټرالیاوي وګړی چې د ملا په ځای کې ټپي شوی و، پنجشنبه د غبرګولي پر ۳مه اسټرالیا ته ولېږدول شي.
له دې پېښې وروسته د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي.
د بامیان ښار په نانوايي سیمه کې پر بهرنیو سیلانیانو د داعش په برید کې لږترلږه درې اسپانویان او د پنځه هېوادوال ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
طالبانو بیا د شپږو کسانو وژل کېدل منلي و.