۸صبح، کندهار: د کندهار سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې دوه کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه جمعه د غبرګولي پر ۱۲مه شپه مهال د کندهار-هرات پر لويه لاره د ميوند په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينه زیاتوي چې دا پېښه د باروړونکي موټر او زرنج ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره ټپیان د درملنې په موخه د کندهار ښار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.
له دې وړاندې هم په هېواد کې د ورته ترافیکي پېښو له کبله مرګژوبله اوښتې ده.
د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.