۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې هېوادوالو ته یې د نړیوال جام نیمه پایلوبې د لیدو په موخه په کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي کې تابیا نیولې ده.
افغان کرېکټ چهارشنیه د چنګاښ پر ۶مه په خپله اېکسپاڼه کې له کابل مېشتو هېوادوالو غوښتي چې لوبغالي ته ورشي او د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې لوبه د دغه لوبغالي پر لوی سکرین ننداره کړي.
دا بورډ زیاتوي چې هېوادوالو ته یې د سبانۍ لوبې د لیدو پرمهال د وړیا خوړو تابیا هم نیولې ده.
د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې تېره ورځ په روان نړیوال جام کې له یوې حیرانونکې لوبې وروسته د ډياېلاېس (DLS) سیسټم له مخې د اتو منډو په توپیر د بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.
افغانستان به سبا (پنجشنبه) د د وېسټانډيز په براین لارا کرېکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې خپل بخت وازمايي.