۸صبح، کابل: په نیویارک پوهنتون کې یو امریکايي بنسټ وايي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو مخالفت، دا ډله نه شي کولای له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د واشنګټن ملګري کړي.
د جسټ سکیورټي Just security)) په نوم بنسټ دوشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه په یوې خپره کړې مقاله کې لیکلي چې القاعده سره د طالبانو اړیکې د پیاوړې کېدو او د پراخېدو په حال کې دي او د دغې شبکې څو قومندانان د طالبانو په رژیم کې په کلیدي پوستونو کار کوي.
نوموړي بنسټ زیاته کړې: «او څوک چې فکر کوي د داعش خراسان-څانګې سره د طالبانو مخالفت دوی د واشنګټن ښه ملګري جوړوي، بیا دې فکر وکړي.»
د «جسټ سکیورټي» په نوم سازمان ویلي، طالبانو ژمنه کړې چې د پوهنې اوسنی سیسټم پر دیني مدرسو بدل کړي چې د اسلام د افراطي تفسیرونو پر بنسټ نصاب رامنځته او ترهګریزو ایډیالوژیو ته وده ورکوي او د نوي ځوان نسل جنګیالي روزي او جګړو ته یې چمتو کوي.
ورته مهال، نوموړي بنسټ د دوحې درېیمې ناستې ته په اشارې خبرداری ورکړی چې که ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو نوښتونو ته دوام ور نه کړي، له نړیوالو معیارونو سره سم به د دغه هېواد د پرمختګ ارزښتناک فرصت له لاسه ورکړي.
یاد بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پېچلی وضعیت او د بشري حقونو سخت شرایط یوې ښې نړیوالې تګلارې ته اړتیا لري څو له طالبانو سره د داعش د ګواښ پر وړاندې ښکېلتیا او د ښځو د حقونو د ښهوالي او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو لپاره فشار راوړي.
دغه بنسټ لیکلي: «ان که طالبان د نړۍ شرایط ومني، بیا هم ملګري ملتونه باید د دغې ډلې له ګډون پرته د ناستې کوربه وي او د افغانستان له ننګونو سره د مبارزې لپاره د یوې ټوټې او همغږې نړیوالې تګلارې پر جوړونې تمرکز وکړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د افغانستان په هکله دوحې درېیمه ناسته جوړه شي.
په تازه مورد کې لانګوار ژورنال هم ویلي د داعش پر وړاندې د طالبانو کارونه بنسټیزه ناقصه ستراتيژي ده.