د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یوه اوونۍ وروسته تر دې چې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن په غزه کې د درې پړاویز اوربند وړاندیز وکړ، یو ځل بیا مصر او اسرائیل ته ځي.
رویټرز راپور ورکړی چې بلینکن به دوشنبه د جون پر ۱۰مه مصر او بیا اسرائیل ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال مصر او تل ابیب ته بیاځلې سفر کوي چې واشنګټن پر حماس او اسرائیل فشار زیاتوي څو په غزه کې اوربند ټینګ او لبنان ته د جګړې غځېدو مخه ونیول شي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې چې دا لوړپوړی امریکايي ډیپلوماټ مصر ته د خپل سفر په ترڅ کې په قاهره کې د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وګوري او له دې وروسته د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع له وزیر یوف ګالانت سره د لیدنې په موخه تل ابیب ته لاړ شي.
دا د اکټوبر پر ۷مه د حماس له خوا پر اسرائیل تر برید وروسته سیمې ته د بلینکن اتم سفر دی او هغه به د دې سفر په دوام اردن او قطر ته هم لاړ شي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن جمعه د مې پر ۳۱مه د درېیو پړاوونو طرحه چې په کې لنډمهاله اوربند او د برمته شویو کسانو خلاصون، د غزې له ګڼ مېشتو سیمو څخه د اسرائیلي پوځیانو وتل او د دغه ښار بیارغونه شامل دي، وړاندې کړه.
د بایډن طرحه تر اوسه پورې د غزې په جګړه کې د ښکېلو خواوو له خوا نه ده منل شوې، ځکه چې اسرائیل د حماس پر ورکېدو او حماس بیا له غزې څخه د اسرائیلي پوځ په بشپړ وتلو ټینګار کوي.
د تازه معلوماتو پر بنسټ د اسرائیل او حماس تر منځ په جګړه کې ۳۷ زره فلسطينيان وژل شوي دي.