کورني خبرونه

هرات کې ټرافیکي پېښې څلور کسان مړه او ۱۴ نور یې ټپیان کړي

هرات کې ټرافیکي پېښې څلور کسان مړه او ۱۴ نور یې ټپیان کړي

۸صبح، هرات: په هرات کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د يوې ټرافیکي پېښې له کبله څلور کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي. دا پېښه جمعه د غويي پر ۲۸مه له غرمې وروسته د هرات-کرخ پر سړک رامنځته شوې ده. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه وروسته تر هغې چې...

«اوسي‌سي‌ارپي» راپور ته د رحمانیانو غبرګون: د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ځای کې د پانګونې حق لرو

«اوسي‌سي‌ارپي» راپور ته د رحمانیانو غبرګون: د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ځای کې د پانګونې حق لرو

۸صبح، کابل: په پخواني حکومت کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني د سازمان شویو جرمونو او فساد راپور ورکولو پروژې (او‌سي‌سي‌ار‌پي) راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ګوټ کې د پانګونې حق لري. هغوی د دغه راپور په تړاو پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه په...

روسیې او چین امریکا او ناټو ته په افغانستان کې د پوځي بنسټونو د جوړولو په تړاو خبرداری ورکړ

روسیې او چین امریکا او ناټو ته په افغانستان کې د پوځي بنسټونو د جوړولو په تړاو خبرداری ورکړ

۸صبح، کابل: د چین او روسیې مشرانو په یوې ګډې ویناپاڼه کې امریکا ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د پوځي بنسټونو له جوړولو لاس واخلي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چینايي سیال یې شي جېن پېنګ پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه ویلي چې امریکا او ناټو د «افغانستان ۲۰ کلن اشغال» مسوول دي او په افغانستان کې...

افغان کرېکټ ملي لوبډله په راتلونکي نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره ویسټ انډیز ته وخوځېده

افغان کرېکټ ملي لوبډله په راتلونکي نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره ویسټ انډیز ته وخوځېده

۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال په ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه ویسټ انډیز لاړه. د افغانستان کرېکټ بورډ پنجشبنه د غويي پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان لوبډله به لومړی متحده عربي اماراتو ته او له هغه ځایه به د لندن له لارې انټېکا ته...

د بغلان له سېلاب ځپلو سره د قطر د بشري مرستو درېیمه جوپه مزار شریف ته ورسېده

د بغلان له سېلاب ځپلو سره د قطر د بشري مرستو درېیمه جوپه مزار شریف ته ورسېده

۸صبح، کابل: د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بغلان کې یې سېلاب ځپلو ته ۴۲ ټنه بشري مرستې لېږلې دي. دا جوپه نن پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه په یوې پوځي الوتکه کې د مزار شریف ښار مولانا جلال الدین هوايي ډګر ته رسېدلې ده. په دې مرستو کې خوراکي او د سرپناه لپاره اړتیا وړ توکي دي....

په هلمند کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم مړ کړی

۸صبح، هلمند: په هلمند کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ناچاودې هاوان مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی. دا پېښه پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه د موسی کلا ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده. په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند محمدقاسم ریاض ویلي چې...

متقي: افغانستان په لنډمهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

متقي: افغانستان په لنډمهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

۸صبح، کابل: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو ټولو ادارو او په افغانستان کې مېشت نړیوالو بنسټونو سره په ګډه یې په کابل کې غونډه کړې ده. دغه وزارت پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو پر اړتیاوو، د...

بې پولې ډاکتران: د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د شري ناروغۍ له زیاتېدو اندېښمن یو

بې پولې ډاکتران: د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د شري ناروغۍ له زیاتېدو اندېښمن یو

۸صبح، کابل: بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي چې هر کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ په اړه راپورونه خپرېږي؛ خو سږکال په بلخ، هرات او هلمند کې پر دې ناورغۍ د اخته کسانو شمېرې لوړې دي. بې پولې ډاکترانو ټولنې (MSF) چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه په یو راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو...

په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي

د بدخشان په تیشکان سیند کې لور او پلار ډوب شوي

۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ او پلار یې له تیشکان سیند څخه د تېرېدو پر مهال اوبو ته لوېدلي او ډوب شوي دي. سرچینې وايي چې دا پېښه چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه د تیشکان ولسوالۍ په مظفري کلي کې شوې ده. د سیمې اوسېدونکو د دغو دوو مړي له سینده راویستلي...

مولوي عبدالکبیر: د چین همکاري کولای شي په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې لامل شي

مولوي عبدالکبیر: د چین همکاري کولای شي په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې لامل شي

۸صبح، کابل: د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې د چین همکاري کولای شي په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې لامل شي. ارګ چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه د مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ترمنځ له...