۸صبح، کابل: د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام د لوبو په لړ کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې نيوزېلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
دا لوبه شنبه د غبرګولي پر ۱۹مه د ګیانا جورج ښار په پروویډېنس لوبغالي کې ترسره شوه.
افغانستان د رحمانالله ګربز د غوره توپوهنې پر مټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې نيوزېلنډۍ لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه چې سیالې لوبډلې یې په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۷۵ منډې وکړې.
له دې مخکې افغانستان د کرېکټ په روان نړیوال جام کې یوګاندا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
افغان لوبډله به د روان جام د لوبو په لړ کې راتلونکې جمعه (جون، ۱۴) د پاپو نیوګیني پر وړاندې د خپلې درېیمې لوبې لپاره ډګر ته کښته کېږي.