۸صبح، غزني: د غزني ځايي سرچینې وايي چې ناپېژاندو کسانو د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې لسګونه مېوهلرونکې ونې پرې کړې دي.
سرچینې دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته د پرې شویو ونو د انځورونو په استولو سره ویلي چې ناپېژاندو کسانو د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په «هیچه» سیمه کې لسګونه مېوهلرونکې ونې پرې کړې دي.
سرچينه کاږي چې دا پېښه د شپې پرمهال شوې او د بادامو ډېرې ونې پرې شوې دي.
د مېوهلرونکو ونو د پرې کولو لامل نه دی څرګند.
د يادونې ده چې شاوخوا يوه مياشت مخکې هم د طالبانو يوه ځايي قوماندان د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سيمه کې د سیمې خلکو څو مېوهلرونکې ونې پرې کړې وې.