د بادغیس ځيني اوسېدونکي وايي چې وروستیو سېلابونو یې هر څه وړي. د هغوی په وینا، په دغه ولایت کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي. تر اوسه طالبانو په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو په اړه څه ویلي نه دي؛ خو ولسي سرچینې وايي چې سېلابونو پنځه کسان مړه او په جوند، قادس او ابکمري ولسوالیو کې یې څه باندې ۲۵۰ دوکانونه زیانمن کړي دي. دغه راز، سېلابونو په بادغیس کې نږدې زر کورونه هم اغېزمن کړي او ګڼې کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې شوې دي.
په بادغیس کې سېلاب ځپلي وايي چې سېلابونو یې هر څه یووړل؛ خو د یوې اوونۍ په تېرېدو یې تر اوسه چا لاسنیوی کړی نه دی او ځینې لاهم له سرپناه پرته شپې ورځې تېروي.
د بادغیس قادس ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله وايي چې سېلابونو د دغې ولسوالۍ په لنګر شریف، ګلچین، زوريها، قادس خوردک، خیرخانه، د قادس مرکز، قرچغي، بویهها، کرکیا، غیاث الدین ګنبدشاه، ارمان ښار حوزه، ده برنج او ځينو کلیو کې څلور کسان مړه او درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د قادس ولسوالۍ دا اوسېدونکي زیاتوي: «سېلابونه ډېر ویجاړونکي و. په کومو کلیو کې چې نومونه مې یاد کړل، ۱۴۵ دوکاونه ویجاړ شوي، څه باندې ۴۵۰ کورونه او دوه جوماتونه زیانمن شوي. سېلابونو په دوکانونو کې شته توکي وړي او اوسېدونکو ته یې څه باندې ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی.» نوموړی وايي چې د خلکو باغونه او کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې شوې او ټول کرنیز حاصلات له منځه لاړل.
د بادغیس جوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې هم سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي. د هغوی په وینا، په جوند کې د سېلابونو زیان ډېر و؛ خو تر اوسه چا د اغېزمنو لاسنیوی کړی نه دی.
د بادغیس جوند ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالبصیر وايي: «د جوند ناوې کې سېلابونو ډېر زیان واړوه. ۵۰ هټۍ له منځه لاړې او په دوکانونو کې شته توکي اوبو یووړل. سېلابونو په ناوه کې ۴۳۰ کورونه په قسمي او کلي ډول ویجاړ کړل. روغتیايي مرکزونو ته یې زیان واړوه.»
وروستیو ورښتونو او لامله یې راوتلو سېلابونو د بادغیس ابکمري ولسوالۍ اوسېدونکو ته هم مالي زیانونه اړولي.
د بادغیس ابکمري ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالواسع ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «سېلابونو خلکو ډېر زیان واړوه. سېلاب په دره کوکچاییل کې یو کس یووړ. یو بازارک یې زیانمن کړ او ډېر کورونه چې په سېلبرو سیمو کې و، ویجاړ کړل. سېلابونو ډېر زیان اړولی دی.»
د بادغیس قلعه نو کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ویجاوړنکو سېلابونو له راوتلو یوه اوونۍ تېرېږي؛ خو تراوسه طالبانو د سېلاب ځپلو لاسنیوي لپاره څه کړې نه دي. د سرچینو په وینا، د بادغیس په جوند، قادس او ابکمري ولسواليو کې سېلاب ځپلي له ناوړه حالت سره مخ دي.
سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي: «ځايي چارواکي خبر دي چې د ولسوالیو له اوسېدونکو نیولې بیا تر اربابانو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو پورې غږ پورته شو او ویل یې چې په دې سیمو کې حالت اندېښمنوونکی دی او د خلکو هر څه سېلاب وړي.»
سرچینې زیاتوي: «خلک مرستو ته په تمه دي. دلته په قلعه نو کې د مرستې رسونې لپاره کوم څه لیدل کېږي نه او کله چې خبره د مرستې شي، هغه ادارې چې طبیعي پېښو ته د چمتوالي او مرستو رسولو مسوولیت لري، وايي چې څه نه لرو او د بنسټونو بسپنو ته په تمه یو.»
د تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولې دي.
وروستیو ورښتونو او سېلابونو بغلان، غور او فاریاب ډېر ځپلي او له ناوړه حالت سره مخ دي.
په هېواد کې له وروستیو مرګونو سېلابونو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام ویلی چې له هرو درېیو افغانانو یو یې له لوږې کړېږي او که پام وړ بودیجه ورنه کړل شي، حالت به نور هم ناوړه شي.
روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د سېلاب ځپلو ولایتونو حالت کړکېچن دی او لا ډېرو بشري او روغتیايي مرستو ته اړتیا ده.