۸صبح، بامیان: د بامیان ولایت ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د یوې غونډۍ د ښویېدو له امله دوې ښځې مړې شوې دي.
دغه پېښه پنجشنبه د چنګاښ پر ۷مه د بامیان ښار د قلعه شاه کرم په سیمه کې د یوې غونډۍ د ښویېدو له امله شوې ده.
دغه دوه ښځې په خپلې کرونده کې پر کار بوختې وې چې د غونډۍ یوه برخه پرې راپرېوته او تر خاورو لاندې یې ساه ورکړه.
دواړه ښځې د یوې کورنۍ غړي وې او د هویت په تړاو یې جزییات نشته.
تېره اوونۍ د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون د دوو کورنيو ١٧غړي مړه شول.
د اتو سیلاب ځپلو کسانو جسدونه لا هم لادرکه دي.
دوه ورځې وړاندې په پکتيا کې هم د غره ښويېدو د يوې کورنۍ د یوه غړي ژوند واخیست.