۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې ځایي سرچینې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه تنکی ځوان د ځانوژنې خبر ورکوي.
ځايي سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې دا پېښه پنجشنبه، د چنګاښ پر ۷ مه، د ايبک ښار په دلخي کلي کې شوې ده.
د بې وزلۍ قرباني شوی ځوان رحیم الله نومېده او د معلوماتو له مخې اېله دیارلس کلن و.
که څه هم د دې ځانوژنې لامل معلوم نه دی، خو ځايي اوسېدونکي وايي، د رحیم الله کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
له بلې خوا په سمنګان کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند هم د دغه ١٣ کلن هلک ځان وژنه تاييد کړې او ویلي یې دي چې په دې تړاو يې پلټنې پيل کړې دي.
رحیم الله په خپل کور کې د یوې کوټې له چته ځان را ځړولی دی.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې د ځانوژنې ډېرې پېښې ثبت شوې دي، چې د ډېرى هغو لامل اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتريخوالى بلل کېږي.