په بغلان کې د سېلاب ځپلو سيمو اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې له سېلابونو وروسته ګڼې ناروغۍ زیاتې شوې دي. د دوی په وینا، له ورانوونکو سیلابونو وروسته په دغو سیمو کې د ماشومانو او لویانو ترمنځ نسناستی، زړه بدوالی، د ګېډې درد، د سر درد او د ملا درد په بې ساري ډول زیات شوی دی.
د بغلان د برکې، دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسواليو سېلاب ځپلي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په يادو سيمو کې د روغتيايي ټيمونو فعاليت اغېزناک نه ګڼي او ټينګار کوي، چې په ډېرو ځايونو کې روغتيايي مرکزونه نشته او هلته چې فعالیت لري، د خلکو ستونزې نه شي حلولای.
دغه سېلاب ځپلي ټینګار کوي، چې له یوې خوا د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسي او له بلې خوا د دوړو له امله ککړې هوا، د سېلابونو کثافاتو او د څارویو د تلف کېدو له امله رامنځته شوي بد بوی خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.
د برکې ولسوالۍ اوسېدونکی فرید احمد وايي:« موږ د څښاک اوبه نه لرو، د څښاک د اوبو ټولې څاګانې او زېرمې له منځه تللي دي. روانی اوبه هم د سیلابونو له امله د ګټې اخیستنې وړ نه دي، ماشومان، ښځې او ډېر عمر لرونکي نارینه ټول یا اسهال دي او یا کومه بله ناروغي لري.»
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی مطلب وايي: « دلته روغتيايي مرکزونه نشته، يو شمېر ګرځنده روغتيايي ټيمونه له سيمې ولاړل. دلته ټيمونه حضور لري، خو د خلکو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه نه شي کولای، ان کافي درمل هم نه لري.»
دا یوازې د برکې سیلاب ځپلي نه دي چې له روغتیایی ستونزو سره مخ دي. په مرکزي بغلان کې هم د سېلاب ځپلو سيمو اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو کې خلک له سختو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
د بغلان د مركزي ولسوالۍ اوسېدونكي محمد نعيم وايي: « په روغتيايي ټيمونو كې ښځينه ډاكټرانې نشته، دلته ښځې او ماشومان ډېر ناروغه دي، د زړه بدوالی، نسناستې او نورې ناروغۍ لري. خو دلته هیڅ روغتیايي ټیم یا روغتیايي مرکز نشته چې خلکو ته رسېده ګي وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روغتيا د نړيوال سازمان د روغتيايي سروې ډلې يو ډاکټر چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، وايي چې د ککړو او غیر روغتیایي اوبو د کارولو له امله خلک پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي چې د څو تنو د کرونا «ټسټ» مثبت تشخیص شوی دی.
د بغلان د نورو سېلاب ځپلو سيمو اوسېدونکي هم وايي، چې د اغېزناکو ګرځنده روغتيايي ټيمونو نشتوالی او د څښاک د اوبو کمښت د خلکو روغتيايي ستونزې ډېرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان هم په بغلان ولایت کې د خلکو په تېره بیا د ماشومانو په منخ کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان وايي، د مې له ۱۱مې تر ۱۳مې پورې د بغلان په سېلاب ځپلو سیمو کې د تنفسي عفونت ۱۰۶ پېښې او د شدید ناستې ۱۱۵ پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې زیاته کړې چې په سېلاب ځپلو سیمو کې وضعیت کړکېچن دی او زرګونه کسان خوراکي توکو، سرپناه او بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. د دغه سازمان په خبره، د لویې لارې له ویجاړېدو وروسته د برکې او نهرین ولسوالۍ روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
دغه اداره وايي، روغتيايي مرکزونو ته د لازمو تجهیزاتو د برابرولو او له اوبو د پيدا کېدونکو ناروغيو په تړاو د پوهاوي د لوړولو تر څنګ، څلور روغتيايي ټيمونه د بغلان په برکې، نوي بغلان او ګذرګاه نور ولسوالیو او پلخمري ښار کې د سيلاب ځپلو د لومړنيو اړتياوو د ارزونې په حال کې دی.
تر دې وړاندې د بدخشان ولایت د تیشکان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو او د غور ولایت سېلاب ځپلو په ماشومانو کې د خوني نسناستې، سختې تبې او ځینو نورو ناروغیو د خپرېدو خبر ورکړی و.