په کندهار کې کروندګر وايي، له تېرو څو کلونو راهیسي یې د ځمکني توتانو کرنې ته مخه کړې وه او په وينا يې د دغې میوې کرنه د دې لامل شوې وه چې د دوی د کورنيو لګښتونه پوره کړي. په دغه ولايت کې د ځمکني توتانو د کروندګر په خبره، په دې وروستيو کې د ځمکني توتانو هم حاصلات کم شوي او هم يې بیې ۵۰ سلنه لوېدلي دي. د کندهار اوسيدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د ځمکني توتانو د باغونو د کمېدو لاملونه د اوبو کمښت او د ځمکني توتانو ناروغۍ دي.
د دغه ولايت د ژړۍ ولسوالۍ یو اوسيدونکي امينالله ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې ځمکني توتاتو د باغونو جوړېدل مخ پر زياتيدو و؛ خو په خبره يې، د حاصلاتو د بیو لوېدل او ناروغيو دا باغونه له منځه یوړل او د دوی ځمکې سپېرې شوې دي.
هغه وايي، په تېرو څو کلونو کې يې له دغو باغونو څخه دومره ځمکني توت ترلاسه کړي چې د خپلې کورنۍ د يو کال لګښتونه یې پوره کړي؛ خو زیاتوي چې سږکال يې په دې ځمکو کې د ځمکني توتانو پر ځای غنم کرلي دي.
نوموړي وویل: «سږکال د ځمکني توتانو هم حاصلات کم دي او هم بیې کښته شوي. ډېر لامل يې تېرې وچکالۍ او په دې وروستيوکې ناروغۍ دي. ډېرو خلکو خپل باغونه خراب کړل او په دې ځمکو یې يوازې غنم کرلي، ځکه ګټه ورته نه کوي. په تېرو کلونو کې زما ياد دي نوي نوي باغونه جوړېدل، خو اوس خلک پوه شول چې ګټه يې نشته بېرته يې مخ ترې اړولی دی.»
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يو بل کروندګر ګلاغا چې په خپلې پنځه جريبه ځمکه کې يې په تېرو کلونو کې د ځمکنيو توتانو باغونه جوړ کړي وو وايي، اوس يوازې د يو جريب ځمکي توتان ورته پاتې دي او پر نوره ځمکه يې غنم کرلي دي. هغه وايي، د ژړي په نوم يوه ناروغي يې د توتانو په باغونو کې خپره شوه چې له امله يې هم باغونه خراب کړل او هم يې د توتانو د حاصلاتو کیفیت له منځه یوړ.
نوموړی وايي په باغونو کې رامنځته شوي ستونزه يې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کرنې ریاست له مسوولانو سره شريکه کړې؛ خو په وینا يې چې هغوی ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې. دی زیاتوي، په دې سيمه کې د ده په شمول د ډېرو کسانو باغونه دا مهال له منځه تللي او خلکو پر يادو ځمکو نور کښتونه کړي دي.
نوموړی زیاتوي :«د ژړي په نوم يو ناروغي پکې پيدا شوه چې د توتانو کیفیت يې خراب کړی او د ډېرو توتانو پټي وچ شول. موږ د کرنې د ریاست سره خپلې ستونزې شريکې کړې. هغوی راته وويل چې ستاسو د ګټې وخت و له مونږ سره مو همغږي نه کوله، اوس موږ هم پرې نه پوهېږو. دلته زموږ په سيمه کې چې پخوا هره څومره د ځمکنيو توتانو باغونه وو، ټول ختم شوي دي.»
په کندهار کې د ځمکني توتانو يو پلورنکی احمدشاه وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د ځمکني توتاتو قيمت درې برابره کښته شوی دی. هغه وايي چې په تېرو کلونو کې یې د يو کيلو توت میوې قيمت ۴۰۰ افغانۍ وو، په داسي حال کې چې اوس د ځمکني توتانو د يو کيلو قيمت له ۷۰ افغانيو څخه تر ۱۰۰ پورې رسېږي. نوموړی وايي چې په ځمکني توتاتو کې د ناروغيو خپرېدل او د خلکو اقتصادي وضعيت د دې لامل شوی چې د دې میوې قيمت ولوېږي.
هغه وايي په تېرو کلونو په کندهار کې ځمکني توتاتو ښه بازار لرلو، خو په وينا يې، سږکال په ورځ کې له يوه څخه تر دوه زيات مشتريان دوی ته نه راځي.
دی وايي :«پخوا چې د ځمکني توتان قيمت ۴۰۰ افغانۍ وه هغه اوس مهال ۱۰۰ افغانۍ ته راکښته شوی دی ځمکه مرضونه يې کړي دي اصلي لامل يې د خراب کیفيت دی خلک اقتصادي ستونزې لري او دومره وس یې نشته چې د ځمکنيو توتانو ميوه دې کور ته يوسي. د پخوا په پرتله زموږ مشتريان بيخي زيات کم شوي دي.»
د کرنې په برخه کې کارپوهان وايي چې که د ځمکنيو توتانو ښه پالنه او روزنه وشي د يوه جريب ځمکې څخه تر ۳۵۰۰ کليو پورې حاصلات ترلاسه کېږي او د کوکنارو ښه بديل هم کېدای شي.
یوازې د ځمکني توتانو کروندګر نه دي چې د دغې ميوې له خراب بازار او د حاصلاتو له کمښته شکايت کوي؛ بلکي د هېواد نورو برخو کروندګر هم شکايت کوي چې دوی له خپلو ځمکو څخه د ترلاسه شویو حاصلاتو لپاره مناسب بازار نه لري او هغه زحمت چې د کرنې په برخه کې کاږي، په سم ډول ګټه نه ترې ترلاسه کوي.