۸صبح، کابل: د ۲۰۲۴ کال کرېکټ نړیوال جام پایلوبه کې هندۍ لوبډلۍ سوېلي افریقا ته د اوو منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې اتلولي په خپل نوم کړه.
دا سیالي شنبه د چنګاښ پر ۹مه د شمالي امریکا د کارابین ټاپوګانو د بارباډوس پلازمېنه برېجټاون کې وشوه.
د لوبې پچه هندي لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۷منډو هدف وټاکه.
په ځواب سوېلي افریقا یاد هدف پوره نه شوای کړای او په ټاکلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.
سوېلي افریقا لومړی ځل دی چې د ۲۰ اوریز نړیوال جام پایلوبه کوي.
هند له دې وړاندې هم د دغه فارمټ اتلولي ګټلې وه.