د چمن پر پوله د پاکستاني پوځیانو او پرلتکوونکو ترمنځ له وروستي اخاډب وروسته، چې په پایله کې یې ۲۵ کسان ټپیان شول، د بلوچستان سیمهییز حکومت د چمن-سپین بولدک پر پوله د بې اسناده تګراتګ بندیز ملاتړ وکړ.
د ایکسپرېس ټربیون د راپور پر بنسټ د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګاو یکشنبه د جون پر ۹مه ویلي چې پخوا ازاد او بې اسناده تګراتګ په پاکستان کې د ترهګرو فعالیتونو ته لاره هواره کړې وه.
هغه ټینګار کړی، له افغانستانه د [وسلهوالو] خوځښتونو او د چمن-سپین بولدک لارې په هکله شواهد لري چې له پاسپورټ او ویزې پرته د تګراتګ بندیز د سیاست ملاتړ لازموي.
د بلوچستان دا سیمهییز چارواکي همداراز ځيني سیمهییز سياسي ګوندونه د خلکو د لاريونونو او تاوتریخوالي په زیاتوالي تورن کړي دي.
لنګاو د بلوچستان له خلکو غوښتي چې د خپلې ستونزې د هوارۍ لپاره دې سیاسي حل لار لټوي او په دغه ایالت کې له ناکراریو ډډه وکړي.
د یادونې ده چې د تېرې اوونۍ چهارشنبه د چمن پر پوله د پرلتکوونکو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له پاسپورټ او ویزې پرته پر تګراتګ د بندیز سیاست په هکله خبرېاترې په تاوتریخوالي واوښتې.
د راپورونو پر بنسټ د چمن پر پوله «کوژک غره» په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د مخامخ ډزو په پایله کې ۲۵ پرلتکوونکي ټپیان شوي دي.
شاوخوا اته میاشتې مخکې د پاکستان حکومت د چمن-سپین بولدک پوله د دواړو غاړو اوسېدونکو پر مخ چې ویزې او پاسپورتونه نه لري، وتړله.