۸صبح، کابل: د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د دوحې درېیمه ناستې ته د ښځو نه بللو ته غبرګون ښودلی او ملګرو ملتونو ته یې درې ورځې وخت وکړی چې د افغان ښځو د اندېښنو لرې کولو لپاره اقدام وکړي.
د سولې او امنیت لپاره د ښځو نادولتي ډلې دا څرګندونې پنجشنبه د چنګاښ پر ۷مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلې دي.
هغوی زیاته کړې: «ملګري ملتونه یوازې درې ورځې وخت لري چې د دغو اندېښنو لرې کولو لپاره لاس په کار شي.»
د هغوی په وینا، د افغان نجونو او ښځو حقونه د مذاکرې وړ نه دي.
د دوحې درېیمې ناستې ته د ښځو پر نه بللو کلکې نیوکې شوې دي.
له دې وړاندې د استرالیا نړیوالو چارو موسسې د دوحې درېیمې ناستې ته د افغان ښځو نه بللو ته په غبرګون کې ویلي چې دا د ملګرو ملتونو د «ښځو، سولې او امنیت» له موضوع سره په ټکر کې دی.
یادې موسسې زیاته کړې چې دا محرومیت د ښځو حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ژمنه کمزورې کوي.