۸صبح، کابل: د ايران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر سکندر مومني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې ویلي چې دغه سازمان دې په افغانستان کې مخدره توکي د یو جدي ګواښ په توګه په پام کې ولري.
ایسنا خبري اژانس دوشنبه د غويي پر ۲۴مه په یو خپاره کړي راپور کې د سکندر مومني او روزا اوتنبایوا ترمنځ له لیدنې خبر ورکړی دی.
مومني په دې کتنه کې ادعا کړې چې له افغانستانه د ایران ختیځو پولو ته د نشهیي توکو د قاچاق موضوع له «ناامنۍ، شرارت، ترهګرۍ او وسلهوالو کړنو» سره تړلې ده.
د نوموړي په خبره، تهران له هر هغه ګامه چې د دغه هېواد په ګاونډ کې د مخدره توکو د تولید، ودې او قاچاق کمېدو کې مرسته وکړي، ملاتړ او هرکلی کوي.
هغه زیاته کړې: «رښتیا خبره دا ده چې تر دې دمه د مخدره توکو د تولید، ودې او قاچاق کمېدو هېڅ څرک نه لیدل کېږي او دا د طالبانو له ژمنو سره اړخ نه لګوي.»
مومني زیاته کړې: «د امریکا له خوا د افغانستان له اشغال وړاندې په دغه هېواد کې د مخدره توکو تولید ۲۰۰ ټنه و؛ خو له اشغال وروسته په افغانستان کې د مخدره توکو تولید نهه زرو ته ورسېد.»
نوموړي یادونه کړې چې امریکا دې د افغانستان موضوع په تړاو نړیوالې ټولنې ته ځواب ویوونکې وي.
د راپور په حواله، روزا اوتنبایوا ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مخدره موادو سره د مبارزې دفتر په دې تړاو مطالعات کړي او د دوحې راتلونکې ناستې کې به وړاندې شي.
نوموړې زیاته کړې چې د دې مطالعاتي پلان اصلي تمرکز په افغانستان کې د مخدره توکو د بدیل کښت پروګرام دی.
له دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د صنعتي نشه یي توکو تولید او قاچاق څو برابره شوی دی.
څه موده وړاندې سکندر مومني ویلي و چې له افغانستانه د نشهيي موادو د قاچاق په کچه کې کمی نه دی راغلی؛ بلکې په خبره یې، دغه هېواد ته د مټامفټامین په څېر نشهيي توکو په قاچاق کې ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.