۸صبح، کابل: ایران کې د تایباد خراسان رضوي د پولهساتو ځواکونو قوماندان محمد محمودي ویلي چې ځواکونو یې په دغه پوله کې ۳۰ کیلو او ۶۰۰ ګرامه نشهيي توکي نیولي دي.
صدا او سیما خبري اژانس شنبه د چنګاښ پر ۹مه د محمودي په حواله راپور ورکړی چې دا نشهيي توکي د شیشې له بڼې دي.
د نوموړي په خبره، ایران ته د ځينو قاچاقبرانو د ننوتو د مخنیوي په موخه، سرحدي ځواکونو د قانون پر بنسټ ډزې وکړې چې قاچاقبران د پولې بلې غاړې ته وتښتېدل.
هغه زیاته کړې: «د ټولنې سلامت او امنیت یې د پوله ساتو سره کرښه ده او د نشهيي توکو د له منځه وړلو لپاره د ټولنې ټولو غړو او چارواکو همکاري اړینه ده.»
د یادونې ده چې د روان کال د چنګاښ پر ۳مه د تایباد خراسان رضوي پولهساتو د پنځو افغانانو په ګډون اووه کسان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي وو.
د ایران خراسان رضوي ولایت له ختیځ اړخه له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري.