۸صبح، کابل: د ایران کورنیو چارو وزیر احمدي یو ځل بیا ټينګار کړی چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال دې خپلو هېوادونو ته لاړ شي.
ایراني رسنیو شنبه د غبرګولي پر ۲۶مه د وحیدي په حواله راپور ورکړی چې ایران تازه ستونزو ته په کتو، نه شي کولای ناقانونه کډوال ومني.
د ایران کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې پرون په فارس ولایت کې د یوې ناستې په څنډه کې کړې دي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې: «ټول ناقانونه اتباع دې خپلو هېوادونو ته لاړ شي او هغه چې د اړوند ولایت په اختیار کې یې د شتون پر وړاندې ستونزه او خنډ نه وي، مېشتېدنه یې تنظیم او له نږدې وارزول شي.»
په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو په نږدې کېدو، د ناقانونه افغان کډوالو پر ایستلو خبرو اترو زور اخیستی او ځينو نوماندانو بیا د هغوی د ایستلو خبره خپله ټاکنیزه ناره ټاکلې ده.
له دې وړاندې د ایران کورنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي و چې افغانستان ته د ناقانونه کډوالو د ورستنولو لپاره لاره چاره ولټوي.