۸صبح، کابل: د داعش خراسان څانګې د مطبوعاتو برخې العظیم بنسټ (ISKP) د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو ویډیوګانو په استناد چې پکې وایي طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم د امریکا په استازیتوب جنګیږي، ویلي دا ډله «په خراسان کې د امریکا غلامه» ده.
اور اسیا دوشنبه، د چنګاش پر ۱۱مه راپور ورکړی چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د طالبانو د هغو ادعا شویو عملیاتو ګرافیکي تصویرونه خپاره کړي چې په پایله کې یې ملکي مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، د العظیم بنسټ لخوا تېره پنجشنبه د« یهوديانو د پیروانو » په نوم خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې دغه ډله په افغانستان کې «د طالبانو د مذهبي واکمنۍ د کمزوري کولو په ستراتیژیکه» هڅه کې ده.
داعش د طالبانو او شیعه ټولنې او دغه راز هغو کسانو په ګډون چې د امریکا متحدین یې ګڼي، څو ډلو ته ګوتڅنډنه کړې ده.
د راپور له مخې، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې طالبان یوه «غیر اسلامي او د لوېديځ د ګټو لپاره نیابتي ډله» بللې ده.
دغې ډلې د طالبانو د اسلام بڼه «امریکايي اسلام» بللې چې د لوېدیځو ارزښتونو او د یهودي او مسیحي اغېزو له امله فاسده شوې ده.
ای اس کې پې په افغانستان کې شیعه ټولنه تورنه کړې چې د اسلام پیغمبر، ابوبکر او عمر ابن خطاب په څېر شخصیتونو ته «بې احترامي» کوي.
داعش خراسان په افغانستان کې له شیعه ګانو د طالبانو ملاتړ د دې ډلې د «ایډیالوژیک فساد او له ریښتیني اسلامه د انحراف» نښه ګڼي.
دا نیوکه له څو هغو نړیوالو راپورونو سره په ټکر کې ده، چې ښيي طالبان په هېواد کې د شیعه ټولنې د ځپلو هڅه کوي.
دغې ډلې دغه راز د بودیزم په ګډون د غیر اسلامي دینونو د تاریخي ځایونو او اثارو د ساتنې لپاره د طالبانو هڅې د «بت پرستۍ» عمل بللی دی.
د داعش خراسان څانګې په دې ویډیو کې ویلي چې طالبانو د نړیوالې ټولنې د شرطونو په منلو سره «اسلامي اصول» له خطر سره مخامخ کړي دي.
د ویډیو په یوه برخه کې د داعش خراسان څانګې طالبان د شرابو د څښلو، همجنسبازۍ او کوډګرۍ په ګډون د « غیر اسلامي» کړنو په ترسره کولو تورن کړي.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د داعش خراسان څانګه د دې ډلې د رژیم لپاره لوی ګواښ ګڼل کیږي.
دې ډلې په تېرو دریو کلونو کې په هېواد کې د طالبانو او شیعه ګانو پر ضد څو «مرګوني» بریدونه کړي دي.
د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د داعش جنګیالیو له یو لړ بریدونو سره سره، طالبان ادعا کوي چې دغې ډلې په هېواد کې ماتې خوړلې او هېڅ خاوره یې تر ولکې لاندې نه ده.