۸صبح، کابل: د ښځو حقونو فعالې او د نوبل جایزې ګټوونکې ملالې یوسفزۍ ویلي چې ملګرو ملتونو د دوحې درېیمې ناستې جوړښت او اجنډا بدله کړې ده.
یوسفزۍ پنجشنبه د چنګاښ پر ۷مه په خواله شبکې اېکس کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش سره د خبرو اترو خبر ورکړی دی.
نوموړې د دوحې له درېیمې ناستې د افغان ښځو پر اېستلو نیوکه کړې ده.
هغې زیاته کړې چې د افغانستان په اړه را روانو خبرو اترو کې د ښځو له ګډون او مشرۍ پرته به هېڅ ډول مشروعیت رانه شي.
یوسفزۍ له افغان ښځو سره د پیوستون هوډ ښودلی او ویلي دي چې د افغانستان په اړه ناستو کې د نیمايي وګړو څنډې ته کول «خیانت» دی.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې جوړېدو ته درې ورځې پاتې دي.
په دې ناسته کې افغان ښځو ته پر نه بلنې کلکې نیوکې شوې دي.
طالبانو ویلي چې د دوحې درېیمې ناستې ته د ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوی وراستوي.
پرون د ویانا ناستې ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي، داسې چاپېریال دې نه رامنځته کېږي چې په وینا یې، له طالبانو سره د افغانستان د استازي په توګه تعامل وشي.